دوشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۹
د کنړ په خاص کنر ولسوالۍ کې د یو جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت لخوا روان دی، چې په یو وخت کې ترې ۶۰۰ لمونځ کوونکي ګټه پورته کولای شي.
یاد جومات د ۳۷۷ جوماتونو له ډلې څخه یو دی، چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د بنائي تصدي لخوا د هېواد په کچه جوړېږي.
همداراز په یاد ولایت کې د نورو جوماتونو ودانیزې چارې هم روانې دي.