چهار شنبه ۱۲لیندۍ ۱۳۹۹
د غور ولایت چهار سدې ولسوالۍ مرکز کې، په ۲۲۵متره مربع مساحت ځمکه کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي.
دا جومات چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي، د روان کال، وري میاشت کې ېې کارونه پیل شوي او تر دې دمه پکې ۳۵سلنه پرمختګ شوی.
د یادې ولسوالۍ په خاصه توګه د سیمې خلک چې شمیر ېې شاوخوا ۲۰۰۰تنو ته رسیږي د جومات له جوړیدو څخه هرکلی کوي او د دا شان سپیڅلو ودانیو په جوړولو کې د ملي پراختیا شرکت له ودانیزو چارو او هڅو څخه خوښ دي.
د یادونې ده چې دمګړۍ د جومات په بیلابیلو برخو کې په خشت کارۍ، د منار په کانګریټ او د ګنبدې په قالبونو کارونه روان دي او د پاتې چارو له بشپړیدو سره به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.