یکشنبه ۱۱لړم ۱۳۹۹
تاریخي آبدات او لرغوني آثار د تاریخ او د انسانانو د تمدن او د ملتونو د هویت او کلتوري اصالت ښکارندویي کوي.
زموږ ګران هیواد افغانستان، د پنځه زره کلن تاریخ په پام کې نیولو سره، د دې سیمې د تمدنونو د لرغونو او تاریخي اثارو خزانې په ځان کې لري.
د هیواد د تاریخي اثارو ترمیم، بیارغونه او ساتنه یو له هغو پروژو څخه ده چې د ملي پراختیا شرکت ېې په مرکز او ولایتونو کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ پرمخ وړي.
د تاریخي آبداتو بیارغونه د هغوی د تاریخي اصالت او لرغونتیا ساتنې له امله له نورو ودانیزو پروژو سره توپیر لري؛ ځانګړي جوړښت او ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري، چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزه دستګاه او د بنايي ساختماني تصدۍ د یو میلیارد نهه سوه دوه دېرش میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۸لرغونو آثارو د بیارغونې او ترمیم په غاړه لري.
د یو شمیر لرغونو آبداتو نوملړ:
1. د کابل ښار بلند قلعه( د کابل ښار لوړه کلا)
لوړه کلا د کابل ښار شمال کې د کلوله پشتې غونډۍ سر کې موقعیت لري. دا کلا چې یو له تاریخي آبدو څخه ده لرغونتیا ېې ۱۸۷۳-۱۸۷۹زیږدیزو کلونو ته رسیږي.
د ملي پراختیا شرکت د دې تاریخي کلا د بیارغونې او ترمیم کارونه پیل کړی او دا لا روان دي.
2. د تخت استالف هوټل
د تخت استالف هوټل ودانیز او رغنیز کارونه چې د هیواد یو له تاریخي هوټلونو څخه دی او د استالف په ښکلۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري بشپړ شوي دي.
3. تاج بیک ماڼۍ
تاج بیک ماڼۍ د کابل ښار کې یو له تاریخي اثارو څخه ده، په ۱۷۹۵زیږدیز کال کې چې ۱۱۷۴لمریز کال سره سمون خوري د «شاه زمان خان» د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې؛ دغه ماڼۍ د کابل ښار سویل ته د دارالامان ماڼۍ شاته موقعیت لري.
خو له بده مرغه د تاج بيک ماڼۍ د تیرو جګړو او ګډوډیو له امله ویجاړ شوه چې دمګړۍ ېې د بیارغونې او ترمیم کارونه روان او شاوخوا ۹۵سلنه ېې پرمختګ کړی.
4. د پغمان بالا باغ ماڼۍ
د پغمان بالاباغ ماڼۍ چې ۲۸ودانۍ لري، د امیر عبدالرحمن خان او شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال استوګنځی او د بهرنیو او کورنیو میلمنو د میلمه پالنې او تفریح ځای لپاره جوړ شوی وو.
5. د شاه دو شمشیر (رح) جومات بیارغونه
شاه دو شمشیره جومات د سل کلنې لرغونتیا په درلودو د کابل ښار په مرکز کې موقعیت لري چې دا مهال ېې د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړیدو ته نږدې دي.
6. د روضه مبارک بیارغونه(مزار شریف)
پکې د شاوخوا دیوالونو، د مرکزي زیارت د ودانۍ، د زیارت د شاوخوا دروازو، شته تشنابونو، د اوبو د حوضونو، پیاده رونو او د زیارت شاوخوا ترمیمولو او بیارغونې چارې او د اوبو د زیرمې جوړول شامل دي.
7. غزني کې د امان الله خان ماڼۍ:
غزنی ولایت کې د شاه امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې له ماڼیو څخه یو ده چې د تیرو جګړو په لړ کې ویجاړ شوې وه او اوس ېې د بیارغونې کارونه له ۹۰سلنې څخه ډيرې پرمخ تللي دي.
8. د هرات تاریخي ګدامونه:
د هرات تاریخي ګدامونه د تیموري معمارۍ په بڼه د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي دي چې د جوړولو موخه ېې د خلکو او عسکرو لپاره د خوراکي توکو ذیرمه کول وو.
9. په سمنګان ولایت کې د رستم تخت بیارغونه
10. په نیمروز ولایت کې د چګني کلا بیارغونه
11. د کندز ولایت امام صاحب بندر کې د حاجی شهید جومات بیارغونه
12. د هلمند ولایت د بُست تاق اساسي بیارغونه
13. د هلمند ولایت د شهیدانو د زیارت پروژې بیارغونه
14. د هلمند ولایت په بُست کلا کې د ابن حبان بُستي مقبرې ودانۍ بیارغونه
15. د هلمند ولایت د بُست کلا په مرکز کې د کوهي ته د تللې لارې بیارغونه
16. د هلمند ولایت د بُست کلا د تنور یخچال بیارغونه
17. د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د محمد غازي مقبره اساسي بیارغونه
18. هرات په ولایت کې د مزدا خان حوضونو بیارغونه
19. د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د قلعه فتوح بڼ جومات بیارغونه
20. د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې د شهباز خان مدرسې (کهنه مدرسه) بیارغونه
21. د هرات ولایت لوی جومات بیارغونه
22. د کندهار خانقاه محافظتي چتر
23. د میوندي ملالې د مقبرې بیارغونه او ترمیم
24. په جلال آباد ښار کې د شاه امان الله خان مقبره بيارغونه او ترميم
د دې پروژې د بیارغونې او ترمیم چارې په بیلابیلو پړاوونو کې شتون لري چې ډیر ژر به ېې یوشمیر بشپړې شي.