دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹
د کوید ۱۹(کرونا) ناروغۍ دوهمې څپې د ګواښونو د کابو کولو په موخه د څو نورو ولایتونو ترڅنګ، په زابل ولایت کې هم د یو مجهزه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي.
دا روغتون چې د آسیا پراختیايي بانک(ADB) په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا د وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړیږي او له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه به په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شي، په څو میاشتو کې به ېې ودانیز کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
له دې سره یوځای په هلمند، ارزګان،غور ، پکتیا، دایکندي، سمنګان، بلخ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې هم د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو یو باب روغتونو ودانیز کارونه پیل شوي چې هر یو به ېې بیلابیلې روغتیايي، تشخیصیه او اړتیا وړ څانګې ولري.
د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت ددې ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او مبارزې په موخه په کابل، هرات، نیمروز، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې څو مجهز روغتونونه جوړ کړي چې ځینې ېې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.