د ملی پراختیا شرکت د تأسیس مخینه

ملي پراختیا شرکت د امارتي شرکتونو لوی ریاست په هډانه کې د پراختیایي پروژو او پروګرامونو د سمون او پلي کېدو، د پلي کوونکو (تطبیقي) سکتورونو د وړتیا لوړونې، د هېواد د چټکې اقتصادي ودې د کړنلارې په پام کې نیولو او همدارنګه د دولتي تصدیو(د کور جوړولو ودانیزې تصدی، د بنايي ودانيزې تصدی، د هلمند ودانیزې تصدی، د افغاني ودانیزې تصدی، د ارزاقو تصدی، د ننګرهار وادي کرنیزې تصدی، د غوري سېمټو فابریکو، د جبل السراج د سېمټو فابریکې، د شمال د ډبرو سکرو تصدی، د وسپنېزه توکو د تولید تصدی او د مرکز باروړونکې «کاماز» تصدی ) له یو ځای کېدو، د یادو تصدیو د چارو د سمون او د لا د ښه والي په موخه د هغه وخت د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸/۱۱/ ۱۵ نېټې د (۲۸) ګڼې فرمان او د              ( ۳۹۸/۱۱/۰۸ ، ۱۳۹۸/۱۲/۱۵، ۱۳۹۹/۰۲/۰۹) نېټو د ( ۲۷۱۳ ، ۳۱۷۷، ۴۷۹ ) ګڼو لارښوونو پر بنسټ رامنځته شو؛ ترڅو له شته سرچینو څخه په ګټنې د هېواد تلپاتې وده او پراختیايي کړنلاره پلي کېدل چټک او د پروژو چارې په معیاري توګه او په کم لګښت سره پلې کړي. همدارنګه په کاري فرصتونو کې زیاتوالی راولي او د اوږد مهاله ابادوونکو برنامو په لاره اچولو له لارې، په غربت او فساد کې کمښت رامنځ ته کړي.

د یادونې وړ ده چې د ارزاقو تصدي د هغه وخت جمهوري ریاست مقام د ۱۳۹۹هجري لمریز کال د سلواغې میاشتې ۱۸مې نېټې د (۱۴۸۸) ګڼې لارښوونې او د ننګرهار وادي کرنیزه تصدي او د شمال د ډبرو سکرو تصدي د ا.ا.ا د کابینې د  ۱۴۴۳ هجري قمري کال ربیع الاول ۴مې  نېټې د (۵) ګڼې مصوبې او د ټاکل شوي پلاوي (هیئت) د راپور پر بنسټ، د ملي پراختیا شرکت له هډانې څخه، بېرته جلا شوې.

ملي پراختیا شرکت په یو روښانه او سوکاله راتلونکي د باور له امله په ملي او نړیواله کچه د نوم وتي او غوره پلي کوونکي شرکتونو له ډلې، او په افغانستان کې د پایښت لرونکې پراختیا او پرمختیا بهیر، له مخکښو څخه ګڼل کېږي.  دا شرکت د تولید او صنعت، ودانیو جوړولو، انرژۍ، کرنې، د کانونو کېندنې (استخراج)، د وړتیا لوړولو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره، په هېواد کې د شته سرچینو څخه ګټه اخلي.

ملي پراختیا شرکت له معاصرې پوهې څخه د ټولنې متوازنې پراختیا په موخه، د ملي اولویت لرونکو برنامو سمون او پلي کېدلو، اقتصادي ودې، ټولنیزې پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د خصوصي پانګې د جلب او پیاوړتیا د زمېنې برابرولو، د شرکت مالي بنسټ تقویې او ګټې لپاره، د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په همغږی او د اصولو سره سم په ملي او سیمه ئیزه کچه د سیالۍ له لارې، خپله ونډه لوبوي.

ملي پراختیا شرکت د تقنینی اسنادو او تخنیکي اصولو په رڼا کې په ودانونه/اعمار (ودانیو، استوګنیزو ښارګوټو، بندونو، ویالو «کانالونو» او تاریخي ودانیو جوړونه او بیارغونه)، تولید (وسپنیزو توکو تولید، د وړاندې جوړو شوو ودانیزو توکو تولید، اکسیجن تولید او د سمنټو تولید او پلورل)، کان کیندنې، ټرانسپورټ او انتقالاتو په برخه کې خپلې چارې پر مخ وړي، او له نېکه مرغه په ​​دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

په پورته یادو شوو کاري برخو لپاره د ملي پراختیا شرکت اوسنی وړتیا کې ۹۳۷ تنه تخصصی، څلور سوه ډوله ماشین آلات او له څلورپنځوس میلیارده افغانیو څخه زیاته منقوله او غیر منقوله شتمني، شامله ده.  

دغه شرکت له جوړېدو راهیسې په ټول هېواد کې د ۱۲۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د (۱۱۴۳) بنسټیزو او ودانیزو پروژو تړونونه (قراردادونه) له بېلابېلو ادارو سره کړي دي، چې له دې ډلې څخه (۴۴۵) پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې پروژو ودانیزې چارې لا هم د پلي کېدو په حال کې دي.

لید

ملي پراختیا شرکت د هېواد په اقتصادي وده کې د رغنده ونډې اخیستلو په لټه کې دی، او د افغانستان ځان بساینې ته د رسېدو لپاره هوډمن او عملي ګامونه پورته کوي.

ماموریت

د ټولنۍ د پرمختګ په پار د معاصرې پوهې څخه ګټنه، د ملي دوراني پروګرامونو پلي کولو ته لومړیتوب ورکول، په اقتصادي وده او ټولنیز پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستل، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د شرکت په کورني چاپېریال کې د خصوصي پانګوالو جذب او هغو ته آسانتیاوې برابرول، د اسلامي شریعت،  نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې او د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو له لارې د سیالۍ رول لوبولو سره د شرکت مالي بنسټ پیاوړي کول او د ګټې لاسته راوړل.

موخې

د ملي پراختیا شرکت د اساسنامې په پام کې نېولو سره د خپل منشور او ستراتیژیک پلان له مخې لاندې موخې لري

  • د کانونو دوراني پروګرام (له کاني زېرمو څخه معقوله ګټه اخیستل)
  • د کرنې دوراني پروګرام (د تلپاتي کرنې رامنځته کول)
  • د انرژی دوراني پروګرام (د انرژی تلپاتې سېسټم را منځته کول)
  • د تولید دوراني پروګرام (د تولیدي پراګرامونو پراختیا او پياوړتیا)
  • د ودانیزو چارو او د املاکو پراختیا پروګرام (د ودانیزو چارو معیاري کول)
  • د ټرانسپورټي زېربناوو پروګرام (ټرانسپورټي زیربناوو ته پراختیا ورکول)
  • د پانګې اچونې او سوداګریزو چارو د پراختیا پروګرام (د پانګې اچونې او سوداګریزو چارو پراختیا)
  • د وړتیا جوړونې پروګرام(د شرکت په کچه د سازماني وړتیا جوړونه)
  • د ټکنالوژۍ توليد او کارونې پروګرام(ټکنالوژۍ تولید او کارونه)

کاری برخې

الف – جوړونه او رغونه

  • د ټولګټو ودانیو جوړول
  • د استوګنیزو ښارګوټو جوړول
  • د اوبو د بندونو جوړول او د ویالو (کانالونو) ویستل
  • د لرغونو ځایونو بیارَغونه

ب- تولید

  • د سېمټو تولید
  • له وړاندې جوړو شوو و دانیزو توکو تولید
  • د فلزي توکو تولید
  • د صنعتي او کرنیزو ماشین آلاتو تولید

ج- کانونه

  • د کانونو موندل (اکتشاف)
  • د کانونو کېندنه (استخراج)
  • د کانونو مدیریت

د- کرنه

  • د ترقي بڼ
  • د قوش تېپې کرنیز کمپلکس
  • کرنیز علمي څېړنېز(تحقیقاتي) مرکز
  • کرنیز فارم

هـ – پلورنه

  • د ډبرو سکرو پلور
  • د سېمټو پلور
  • د آپارتمانونو پلور

و- چوپړتیاوې(خدمتونه)

  • ټرانسپورټي چوپړتیاوې (بار وړل)
  • مشورتي چوپړتیاوې

اجرائیوي کمیټه