Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

د ملي پراختيا شرکت د ملکيتونو د داوطلبۍ (مزایدې) اعلان!

ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، خپل اړوند لاندې ملکیتونه چې د خواجه رواش او قصبې ښارګوټو  په لومړي او دویم مارکېټ کې موقعیت لري، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په اجاره ورکړي. لومړی مارکېټ د هټيو شمېرې: ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۹، ۱۱، ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲، ۳۳. دویم مارکېټ د هټيو شمېرې: ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۱۱. ټول حقیقي او حکمي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو په اجاره قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۷) ورځو، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلی شي او تضمين په نغدي بڼه اخيستل کيږي.

اکتوبر 30th, 2025|Categories: داوطلبی|

شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

۷ لړم ۱۴۰۴: د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان "بلال" او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی عبدالرحمن "عطاش" د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش ټینګار وکړ تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي. دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رئيس مولوي احمدجان "بلال" هم د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د دې سترې او ملي پروژې د پلي کېدو موخه د هېواد د اوبو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والی دی. نوموړي د کار د پرمختګ په اړه خوښي وښوده، د چارو د کیفیت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تاریخي فرصت دی چې باید [...]

اکتوبر 29th, 2025|Categories: راپورونه|

د تسلیت پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ملي پراختيا شرکت د سوداګريزو چارو رئیس دوکتور فیضان‌الحق "فیضان" د ور پېښې ناروغۍ له امله د حق داعیې ته لبیک ووایه. د ملي پراختيا شرکت رهبري او ټول کارکوونکي مرحوم ته د لوی او مهربانه ذات له دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر دعا کوي. د ملي پراختيا شرکت رهبري د مرحوم فيضان مړينه د افغانستان او په ځانګړې توګه د ملي پراختيا شرکت لپاره یوه نه جبران کېدونکې ضایعه ګڼي. څښتن تعالی دې ورته راتلونکی مزل آسانه کړي! انا لله وانا الیه راجعون!

اکتوبر 20th, 2025|Categories: خبرتیا|

د ملي پراختيا شرکت د ملکيتونو د داوطلبۍ (مزایدې) اعلان!

د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري چې خپل لاندې ملکيتونه د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په اجاره ورکړي.   ۱-  لاله ښارګوټي ته څېرمه، د قصبې او خواجه رواش د عمومي سړک پر سر (۴۱) متر مربع مساحت لرونکې د نانوايي هټۍ. ۲-  لاله ښارګوټي ته څېرمه، د قصبې او خواجه رواش د عمومي سړک پر سر (۱۴.۴)متر مربع مساحت لرونکی د خوراکي توکو پلورنځی (کانټينر). ۳-  په قصبې ښارګوټي کې ۷ شمېره يو باب لینټري هټۍ چې (۶۰) متره مربع مساحت لري.   یادونه: د پورتنيو ملکيتونو د غوښتنلیک سپارلو موده د اعلان له خپرېدو څخه تر یوویشت (۲۱) ورځو پورې اعتبار لري. غوښتونکي د داوطلبۍ شرطپاڼې ترلاسه کولی شي او تضمين په نغدي بڼه اخیستل کېږي.   ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د پورتنيو ملکیتونو د اجارې تړون ترلاسه کولو لېوالتيا لري، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له خپرېدو وروسته د ټاکل شوې مودې په اوږدو کې، د ملکیتونو د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته په لاندې پته وسپاري. پته: کابل ښار، ۱۵مه ناحیه، د کور جوړولو قصبه، د ملي پراختيا شرکت مرکزي دفتر.

اکتوبر 13th, 2025|Categories: اعلان مزایده|

د ملي پراختیا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ (مزایدې) اعلان

د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې خپل اړوند لاندې ملکیتونو د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په کرايه ورکړي. • د اماراتو ښارګوټي درېیم فاز کې (۳۲) متر مربع مساحت لرونکې هټۍ • د اماراتو ښارګوټي دویم فاز کې شپږمه شمېره یو باب هټۍ • د قصبې بازار کې د نانوایۍ لپاره (۱۶۵) متر مربع مساحت لرونکې هټۍ • د اماراتو ښارګوټي کې (۹) متر مربع مساحت لرونکې ۲ شمېره فلزي غرفه • د کابل ښار ۵مه ناحیه، خوشحال خان ښارګوټي پنځم بلاک کې د سوپرمارکېټ لپاره هټۍ • د قصبې سیمې، خواجه رواش ښارګوټي کې (۲۶۴) متر مربع مساحت لرونکی د موټرو پرېمنځلو ځای یادونه: د اماراتو ښارګوټي درېیم فاز لینټري هټۍ د غوښتنلیک سپارلو موده ۷ ورځې او د پاتې ټولو ملکیتونو د غوښتنلیک سپارلو موده ۲۱ ورځې ده. د ټولو ملکیتونو تضمین نقدي دی او د درېیو میاشتو کرایه باید د ملي پراختیا شرکت د تضمین اکاونټ ته د بانکي حساب له لارې ورکړل شي. نو پر همدې اساس، ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په تړون کې د ګډون علاقه لري، کولای شي خپل غوښتنلیک د اعلان له خپرېدو وروسته د ټاکل شوو ورځو په اوږدو کې د ملکیت د ځانګړتیاوو په یادولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار ۱۵ ناحیې قصبه سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلی شئ او تضمین به په نغدي ډول [...]

سپتمبر 21st, 2025|Categories: داوطلبی|

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوش‌تپې کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه

۱۹ وږی ۱۴۰۴: د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوش‌تپې کانال له روانو چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې د اړوند چارو پرمختګ، په پروژه کې د ښکېل څانګو تر منځ  د همغږۍ او  همدارنګه تر کار لاندې چارو د کیفي څارنې او ارزونې په موخه، د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. ښاغلي عطاش له خپل مل پلاوي سره لومړی د قوش‌تپې کانال له سربند څخه لیدنه ترسره کړه  او د دې سترې ودانیزې برخې چارې یې له نږدې وارزولې. نوموړي له روانو چارو خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا معیاري او مسلکي پلي کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه په چارو کې د کیفیت په پام کې نیول مهم وبلل او مسؤلینو ته یې د ورکړل شوي پلان مطابق د چارو په پلي کېدو ټینګار وکړ. ښاغلي عطاش همدارنګه له سربند څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د کانال په اوږدو کې له روانو ودانیزو چارو (د کانال کیندنه، د کانال ډکون، د ګڼو پلونو او اوبو تنظیموونکو ساختمانونو) څخه لیدنه ترسره کړه څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې چارې د ټاکل شوي پلان او کیفیت سره سم پرمخ ځي. نوموړي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د هرې برخې مسؤلینو ته د چارو د لا نظم، کیفیت خوندیتوب او پلان مطابق پلي کولو اړوند، اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه [...]

سپتمبر 10th, 2025|Categories: راپورونه|
Go to Top