د افغان ملي ماڼۍ د جوړېدو چارې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت بیا ځل پرانېستل شوې
په کابل ښار کې د افغان ملي ماڼۍ د جوړېدو چارې د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک د مسؤلینو له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شوې. غونډې ته د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل: اسلامي امارت تل هڅه کوي، تر څو خپلو هېواد والو ته په هره برخه کې کار او خدمت وکړي، چې یوه بېلګه یې د افغان ملي ماڼۍ د سترې پروژې چارو پیل کول دي او ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوو، چې د تېر په څېر به ملي پراختیا شرکت د کار کیفیت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه کوي. د افغان ملي بانک رئیس ډاکتر شاکر جلالي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د دې سترې پروژې چارې پیل کوو او هڅه مو دا ده، چې له ملي پراختیا شرکت سره په ښه همغږۍ د افغان ملي ماڼۍ چارې پرمخ یوسو. د ملي پراختیا شرکت د کور جوړولو ودانیز ریاست رئیس استاد محمد میرویس ارغندیوال وویل: افغان ملي ماڼۍ ۱۳ پوړونه لري، چې لومړي ۳ پوړونه یې سوداګریز او وروستي ۱۰ پوړونه یې د استوګنې لپاره په پام کې نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروژې د پاتې چارو لپاره شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ د ملي پراختیا شرکت ته ورکول کېږي. د یادولو وړ دی، افغان ملي ماڼۍ د افغان ملي بانک ملکیت ده او په کابل ښار کې موقعیت لري، [...]
د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې پیل شوې
د ملي پراختیا شرکت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې، چې په دې مراسمو کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل سر بېره د عامې روغتیا وزارت وزیر ډاکتر قلندر عباد، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر مولوي نجیب الله حقاني، کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي حمدالله نعماني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو. غونډې ته د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل: موږ ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوو، چې د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې به د هېواد د نورو سترو او ملي پروژو په څېر په ډېرې چټکۍ سره په ښه کیفیت او کمیت پرمخ یوسو. د عامې روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد وویل: هڅه مو داده، چې په هېواد کې روغتیایي خدمتونه معیاري کړو، چې ښه بېلګه یې تاسو نن وینئ، چې د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې مو پیل کړې او کوښښ کوو د هېواد ټولو وګړو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل: د شکر او ویاړ ځای دی، چې د ا.ا.ا په راتګ سره په بېلا بېلو برخو کې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ زمینه مساعده شوې ده او له عامې روغتیا وزارت یې وغوښتل، تر څو هېواد والو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو په وړاندې [...]
د ا.ا.ا لوړ پوړو مسؤلینو له لوري د قوش تېپې ستر او ملي کانال لومړي فاز د بشپړېدو او د دویم فاز د پیل چارې پرانېستل شوې
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته په خپل سفر کې، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور، لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث ندا محمد ندیم، اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله د قوش تېپې ستر او ملي کانال د لومړي فاز د بشپړېدو او د دویم فاز د پیل چارې د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې پرانېستلې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر غونډې ته د وینا پر مهال وویل: د قوش تېپې کانال جوړول د افغانانو یوه ډېره پخوانۍ هیله وه، چې د اسلامي امارت له لوري پوره شوه او زموږ هڅه دا ده، چې د دې سترې پروژې پاتې چارې هم په ښه ډول پرمخ ولاړې شي.نوموړي زیاته کړه، ملي پراختیا شرکت د خپل غوره مدیریت له امله نړۍ حیرانه کړې، چې په افغاني کدرونو دومره سترې پروژې یې پیل کړې دي. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د [...]
د ملي پراختیا شرکت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دیني آزموینې پایلې اعلان شوې
د ملي پراختبا شرکت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دینې آزموینې پایلې د دې شرکت د غونډو په تالار کې د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د دعوت او ارشاد عمومي ریاست رئیس شیخ الحدیث محمد هاشم شهید ورور، ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د همغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي، مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست رئیس او د ملي پراختیا شرکت د بېلا بېلو ریاستونو رئیسانو او کار کوونکو په شتون کې اعلان شوې. د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش غونډې ته د وینا پرمهال وویل، موږ دلته د امتیاز نه بلکې، یو فکر او عقیدې را ټول کړي یو او او هڅه مو دا ده، چې د دې کړېدلي هېواد او ملت د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړو. د دعوت او ارشاد عمومي ریاست رئیس شیخ الحدیث محمد هاشم شهید ورور، د خپلو خبرو په ترڅ کې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ په لار کې یوه مخکښه اداره یاده کړه او د دې شرکت کار کوونکو ته یې خطاب کې وویل، لکه څنګه چې په مسلکي اړخ کې مو نوم ګټلی همداسې په دیني برخه کې هم هڅه وکړئ، چې د هېواد په سطحه نورو ادارو ته یو سمبول شئ. د ملي پراختیا شرکت د دعوت او ارشاد ریاست رئیس [...]
د مولوي احمدجان احمدي په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي له ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه
د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبت الله آخندزاده حفظه الله له لوري د مولوي احمدجان احمدي په مشرۍ یو پلاوي، چې د مالیې وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف، چارو ادارې لوی ریاست رئیس شیخ الحدیت نورالحق انور، د افغانستان بانک لوی رئیس ملا هدایت الله بدري او تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د ملي پراختیا شرکت له روانو چارو او راتلونکو پلانونو څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه. د غونډې په پيل کې ټاکل شوي پلاوي ته د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش له لوري د ښه راغلاست ترڅنګ د دې شرکت د کړنو او سترو پروژو اړوند معلومات ورکړل شول. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس وویل: ملي پراختیا شرکت د یو لوی امارتي شرکت په توګه د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او دا مهال یو شمېر سترې پروژې تر لاس لاندې لري، چې په پلي کېدلو سره به یې هېواد د ځان بسیاینې پر لور سوق کړي. همدارنګه د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست د رئیس عبدالله احمدزي له لوري د غونډې ګډونوالو ته د ملي پراختیا شرکت د تېر درې نیم کلن مزل د کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه یو پرېزېنټېشن ترتیب شوی وو او د غونډې له ګډونوالو سره یې شریک کړ. د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د ټاکل شوي [...]
ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې د ۸۹ پروژو چارې بشپړې کړې دي
د ملي پراختیا شرکت مسوولینو، نن سه شنبه (۱۴محرم، ۱۴۴۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۴۴ کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، مولوي عبدالولي عادل وویل: ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې په بېلا بېلو برخو کې د ۸۹ پروژو د تطبیق چارې بشپړې کړې دي او خپلو مالکینو ته یې سپارلې دي. نوموړي زیاته کړه، د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د لومړي فاز چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي، چې د کانال د کیندلو تر څنګ په سربند او د مزار شریف – حیرتان سړک پر سر پل او د مزار شریف – حیرتان ترمنځ د رېل پټلۍ پل باندې په هغه سیمه کې، چې د قوش تېپې کانال تېرېږي په خورا چټکۍ کار روان دی. د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال، ریاض الدین شریفي وویل: ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج لپاره د لومړنیو ودانیزو چارو پیل کول، په میدان وردګو ولایت کې د بلخاب کاني حوزې د ډبرو سکارو د پروسس او بسته بندۍ د مارکېټ جوړولو د چارو پیل کول، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د غاصبینو له منګولو د ملي پراختیا شرکت [...]