کندهار کې د آسان خدمت، عامه خدمتونو مرکز د ترمیم چارې دبشپړیدو په حال کې دي
شنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۰ په کندهار ولایت کې د آسان خدمت ودانۍ په بشپړیدوسره به ددې ولایت اوسیدونکو ستونزې هوارې او د عامه خدمتو پروسې به ګړندۍ اولنډې شي. کندهار ولایت کې د آسان خدمت مرکز د ودانۍ ترمیم چارې د ملي پراختیا شرکت دا فغاني و دانیز ریاست له لوري بیا رغول کیږي،چې شاوخوا ۳۴ اداري خونې لري چې په پرمختللي ټکنالوجۍ به سمبال وي. ددې ودانۍ دبیاغونې مالي لګښت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري ورکول کیږي، چې څه دپاسه ۹۵ سلنه چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړه ده چې اوسمهال په کندهار ولایت کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په څو لویو ودانیزو پروژو کارونه روان دي، چې د یوشمیرچارې یې دبشپړیدو په حال کې دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
صکوکو مطبعې نوې ودانۍ رغنیزې چارې ګړندۍ روانې دي
شنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۰ د صکوکو دولتي مطبعې نوې ودانۍ د جوړولو چارې چې د کابل ښار اوومې ناحیې د جنګلک پخوانۍ فابریکې په سیمه کې موقعیت لري جوړیږي. دغه ودانۍ د ملي پراختیا شرکت د بنایي وادنیز ریاست له لورې جوړیږي چې مالي لګښت يې مالیې وزارت ورکوي. اوس مهال لسګونه کاریګر په دغه ودانۍ کې پر کار بوخت دي او ۲۶ سلنه چارې يې بشپړ شوي دي. دا پروژه په پرمختللو وسایلو سمبال كيږي؛ تر څو ټول ارزښت لرونکی اسناد په بشپړ امنیت سره د هیواد په داخل کې چاپ شي. د صکوکو مطبعې بنسټ د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ارګ په شاهي باغ کې کیښودل شو او یوازینۍ دولتي مطبعه ده چې دچاپ په برخه کې تردې مهاله فعالیت لري.
ډیر ژربه د سید جمالالدین افغان پوهنتون لیلیه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
پنجشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۰ په کنړ ولایت کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون لیلیې د رغونې چارې، چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیزریاست له لوري پر مخ وړل کیږي، ۸۷ سلنه چارې یې بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه لیلېه په شپږو پوړونو کې جوړه شوې چې په یو وخت کې د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو ظرفیت لري، د جوړولومالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. دیادونې وړده چې د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو اونۍ په لړکې، ټاکل شوې نن د کابل اوهرات پوهنتونونو لیلیې هم دولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شي.
لوګر ولایت کې یو محراب جامع جومات ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
چهار شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۰ دلوګرولایت مرکز پل علم ښار اړوند مامور ینو ښارګوټي کې یو لوی جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانيستې په دې مراسمو کې د ولايت مقام مرستيال، ولايتي شورا غړو او پل علم ښاروال ګډون کړی وو. ګډونوالو ددې جومات په پرانیستو د خوښي ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینوڅخه مننه وکړه، چې د یاد جومات د جوړیدو چارې یې په لوړ کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي. دغه جامع جومات چې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت په دوه پوړونو کې جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري. د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې هم د جوماتونو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
ننګرهار پوهنتون د نجونو لیلېه دګټې اخیستنې په درشل کې
چهارشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۰ دننګرهار پوهنتون د نجونولیلیه چې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړه شوې دګټې اخیستنې په درشل کې ده دغه لیلېه چې په اوسنیو معیارونو سمبال جوړه شوې د ۱۰۰۰ تنو محصلینو دځایدو ظرفیت لري ،چې په ګټې اخیستنې سره به یې د ننګرهار پوهنتون ښځینه محصلینو ستونزې هوارې شي.
د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال کارمندانو ته ور و پیژندل شو
سه شنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۰ دملي پراختیا شرکت په وړاندیز او دجمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ، ریاض الدین شریفي د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال په توګه پرد نده وګمارل شو. هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه په کې د ملي پراختیا شرکت رییسانو اود بیلابیلو څانګو مسؤلینو برخه اخیستې وه، په پیل کې د ملي پراختیا شرکت مالي اواداري مرستیال داکتر ضیاءالله شفیق د ښاغلي شریفي ګمارنه پرځای ګام وباله وې ویل د نوموړي ګمارنه به وکولی شي د شرکت د موخو په ترلاسه کولو او د کارکوونکو ترمنځ همغږي او مؤثریت پیاوړی کړي. بل لوري ته د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخیکي مرستیال وحید رحمدل، ښاغلي شریفي ته دمبارکۍ ترڅنګ هغه یو پیاوړی مدیر یاد کړ او دملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ترمنځ یې پرلا ښې همغږۍ ټینګار وکړ. په پای کې ریاض الدین شریفی د ولسمشر اود ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ؛ نوموړي ژمنه وکړه چې د ملي پراختیا شرکت موخو ته د رسیدو په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي. ریاض الدین شریفي دماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې کړي او له بیلابیلو مدیریتي تجربو څخه برخمن ده. هغه مخکې له دې د غوري سمنټو فابریکې د سرپرست او د شمال د ډبرو سکرو کان د رییس په توګه دنده ترسره کړې.