Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

په میدان وردګو ولایت کې د ډبرو سکارو د مارکېټ جوړولو چارې پرانېستل شوې

د میدان وردګو ولایت د مرکز میدانښار په کوټه عشرو سیمه کې د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو، میدان وردګو ولایت ځایي مسؤلینو، میدان وردګو ولایت دیني علماوو او ولسونو له لوري د هېواد په کچه د ډبرو د سکارو د مارکېټ د جوړولو چارې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې. غونډې ته د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل: د ا.ا.ا د هېواد آبادۍ او اقتصادي ودې ته ژمن دی او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري. نوموړي زیاته کړه، ملي پراختیا شرکت د هېواد د کانونو معیاري استخراج ته ژمن دی او همدارنګه یې د میدان ښار له ولسونو د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال ریاض الدین شریفي وویل: ملي پراختیا شرکت د لومړي ځل لپاره د بلخاب کاني حوزې د ډبرو سکارو لپاره یو معیاري او په نړیوالو سټنډرډونو برابر مارکېټ جوړوي، چې له دې مارکېټ څخه به د هېواد دننه او بهر د ډبرو سکاره لېږدول کېږي. د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ ولسونو ته د دغې لویې پروژې د پرانېستلو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه: په دغه پروژه او مارکېټ کې نه یوازې د میدان وردګو ولایت خلکو ته بلکې د هېواد په کچه به خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او هم یې له [...]

جون 20th, 2023|Categories: راپورونه|

زیری؛ په هیواد کی د ډبرو سکارو د سوداګرو لپاره!

د بلخاب کاني حوزې د ډبرو سکاره په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې له خورا ښه ارزښت څخه برخمن دي او ډېر پېرودونکي لري، نو په همدې اساس ملي پراختیا شرکت د هېواد له سوداګرو څخه د ملاتړ، په بازارونو کې د قېمتونو کنټرول او د ستونزو د لمنځه وړلو په پار د دې کاني حوزې ۲۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره په مناسبه او ارزانه بیه پلوري. نو هغه افغان سوداګر، چې د ډبرو سکارو د پېرلو لېوالتیا لري د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته دې د ډبرو سکارو د پېرلو د پاتې پروسې لپاره تشریف راوړي. د اړیکو شمېرې: 0785255561 ایمېل: ndc.publicrelation@gmail.com آدرس: کابل - قصبه - د ملي پراختیا شرکت

جون 10th, 2023|Categories: پرته د ټولي|

د حیرتانو کرنیز او صنعتي کمپلکسونو د طرحې جوړولو کمېټې لومړنۍ غونډه وشوه

د دوشنبې په ورځ د ۹/۱۱/۱۴۴۴ نېټه د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش په مشرۍ  د حیرتانو کرنیز او صنعتي کمپلکسونو د طرحې جوړولو کمېټې لومړنۍ غونډه د ملي پراختیا شرکت د غونډو په تالار کې  وشوه، چې په دې غونډه کې د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، صنعت او تجارت، کور جوړولو وزارتونو او د چارو ادارې لوی ریاست استازو ګډون کړی وو. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د حیرتانو کرنیز او صنعتي کمپلکسونه یوه مهمه او اړینه پروژه وبلله او زیاته یې کړه، ټول اړونده ارګانونه باید یو بل ته لاس ورکړو په ګډه سره دا ستره او ملي پرژوه پلې کړو تر څو نورو ته له لاس نیوي خلاص او هېواد مو د کرنې له اړخه په ځان بسیا شي. همدارنګه په غونډه کې له بحث وروسته دوه کمېټې جوړې شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازي تر مشرۍ لاندې د کرنیز کمپلکس د طرحې جوړولو کمېټه، د صنعت او تجارت وزارت د استازي تر مشرۍ لاندې د صنعتي کمپلکس د طرحې جوړولو کمېټه او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو استازي به د کمېټو د غړو په ډول ور سره وي، چې د دې کمېټو مشري به د ملي پراختیا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش پر غاړه وي. د یادولو وړ دی، د ا.ا.ا رئیس الوزراء د درانه مقام د حکم [...]

ملي پراختیا شرکت باید په نوي او مډرن سېسټم یوه سنباله اداره وي

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش په ملي پراختیا شرکت کې د سېسټم جوړولو د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې وویل: هڅه مو داده، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یوه مډرنه او په عصري سېسټومونو برابره اداره ولرو، تر څو دې کړېدلي او مظلوم ملت ته ښه خدمات وړاندې کړای شو. نوموړي زیاته کړه، په یوه اداره کې د سېسټم شتون د کارکوونکو ترمنځ د مسؤلیت پېژندنې احساس پیداکوي. د یادولو وړ دی، چې په دې ورکشاف کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د تولید او سوداګرۍ چارو د همغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي، د ریاستونو رئیسانو او مرستیالانو هم ګډون کړی وو، چې د انجنیز فواد قاسمي له لوري د نوي سېسټم په اړه هر اړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول.

مې 17th, 2023|Categories: پرته د ټولي|

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د قوش تېپې له ستر او ملي کانال څخه لیدنه وکړه

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او مل تخنیکي ټیم بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کرنیز کانال له چارو څخه لیدنه وکړه. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس وویل: د افغانستان د ډېری وګړو ژوند پر کرنې پورې تړلی دی، چې د دې کانال په بشپړېدلو سره به د یوې لویې برخې وګړو کرنیزې او اقتصادي ستونزې لمنځه ولاړې شي. نوموړي د کانال له چارو څخه خوښي څرګنده کړه او هم یې په ښه کیفیت، سرعت د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه، د دې کانال بودیجه د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي او مخکې له ټاکل شوې نېټې څخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې ۴۰۰۰ ماشینري، شاوخوا ۷۰۰۰ کسان او په لسګونو قرار دادي شرکتونه په کار بوخت دي. اوس مهال د کانال د لومړي فاز د کیندنې ترڅنګ په سربند، مزار شریف – حیرتانو سړک پر سر پل او هم د مزار شرف – حیرتانو ترمنځ د رېل پټلۍ پر سر پل په جوړولو باندې هم کار روان دی، چې د ملي پراختیا شرکت د تخنیکي ټیمونو له لوري یې څارنه کېږي. د یادولو وړ دی، دا کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۵۲ متره پلنوالی لري، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پيل او د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې رسېږي.

مې 16th, 2023|Categories: د قوش تېپې کانال, راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو د غوري سمنټو له فابریکو څخه لیدنه وکړه

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، چې د دې شرکت د ریاستونو یو شمېر مسؤلینو او تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د غوري سمنټو له فابریکو څخه لیدنه وکړه او د سمنټو تولید د لا ښه کېدو لپاره یې مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د غوري سمنټو له فابریکو څخه د لیدنې پرمهال اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، تر څو په پوره رېښتینولۍ خپلې چارې پرمخ یوسي او هم د سمنټو د تولید کیفیت او سرعت ته جدي پاملرنه وکړي. د یادولو وړ دی، د غوري سمنټو فابریکې په هېواد کې د سمنټو د تولید سترې فابریکې دي، چې اوس مهال په ورځ کې ۶۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او د هېواد دننه بازارونو ته یې وړاندې کوي.

مې 14th, 2023|Categories: پرته د ټولي|
Go to Top