Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د جبل السراج سمنټو له فابریکې څخه لیدنه وکړه

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش او مل تخنيکي ټیم له پروژو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل د جبل السراج د سمنټو فابریکې له چارو څخه لیدنه وکړه. ښاغلي عطاش د فابریکې سمنټو له تولید او د دې فابریکې له شنې سیمې څخه د لیدنې پرمهال خوښي څرګنده کړه او مسؤلینو ته یې د چارو د پرمخ وړلو لپاره لازمې لارښونې وکړې ترڅو په چارو کې له دقت او اړینې توجه څخه کار واخلي. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د جبل السراج سمنټو له فابریکې څخه د لیدنې پرمهال زیاته کړه، د فابریکې شاوخوا د شنې او زرغونې سیمې جوړول اړین او خورا ځانګړی اهمیت لري او هم یې د فابریکې مسؤلینو ته دنده وسپارله ترڅو د شنې سیمې پر پراختیایي طرحې کار وکړي. د یادولو وړ دی، چې د جبل السراج د سمنټو فابریکه په ورځ کې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ ټنو پورې سمنټ تولیدوي او د هېواد دننه بازارونو ته یې وړاندې کوي.

مې 13th, 2023|Categories: د جبل السراج سمنټو فابریکه|

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د زابل ولایت له تورې بند څخه لیدنه وکړه

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل او تخنیکي ټیم زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تورې بند له چارو څخه لیدنه وکړه او هم یې ځایي مسولینو ته د چارو د چټکتیا او په ښه کیفیت د تطبیق لپاره اړینې لارښوونې وکړې. د یادولو وړ دی، چې د تورې بند د قلات ښار په څلور کیلومترۍ کې موقعیت لري او د جوړولو چارې یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي

مې 13th, 2023|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال او تخنیکي پلاوي د کمال خان بند له ترکو او افضل کلا کانالونو څخه لیدنه وکړه

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې د بنایي ودانیز ریاست رئيس عبدالله احمدزي، افغاني ودانیز ریاست رئیس عبدالقادر متین، نظارت ریاست رئیس عبدالسمېع میرخېل او تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د کمال خان بند له ترکو او افضل کلا کانالونو له روانو چارو څخه لیدنه وکړه. مولوي عبدالولي عادل د دې پروژې له چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د ځایي مسؤلینو ستونزې واورېدې او د حل د ډاډ ترڅنګ یې په خپلو خبرو کې د کمال خان بند ترکو او افضل کلا کانالونه د هېواد ستره او حیاتي پروژه یاده کړه او مسؤلینو ته یې د چارو د لا ښه تطبیق په موخه اړینې لارښوونې وکړې. د یادولو وړ دی، چې د کمال خان بند د ترکو او افضل کلا کانالونو کیندل د هېواد په جنوب لوېدیز کې د ملي پراختیا شرکت له سترو پروژو څخه ده، چې چارې یې اوس مهال له ۹۰ سلنې څخه ډېرې بشپړې شوي دي.

مې 13th, 2023|Categories: راپورونه|

ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۰۱هـ ش کال کې د ۹۳ ملي او زېربنایي پروژو له ډلې د ۸۳ پروژو چارې بشپړې کړې دي

د ملي پراختیا شرکت مسوولینو، نن شنبه (۲۶ وري ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، مولوي عبدالولي عادل وویل: ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۰۱هـ ش کال کې د ۹۳ پروژو د تطبیق چارې چې بندونه، کانالونه او عامه ځایونه پکې شامل وو تر لاس لاندې نیولې وې، چې له ډلې یې تر دې دمه د ۸۳ پروژو چارې بشپړې کړي او د پاتې ۱۰ سترو او ملي پروژو چارې په خورا چټکۍ سره روانې دي. مولوي عبدالولي عادل زیاته کړه، د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د لومړي فاز چارې ۷۲.۲۷ سلنه بشپړې شوي، اوسمهال په کې شاوخوا ۴ زره ماشینري او له ۷ زره ډېر کسان په کار بوخت دي. همدارنګه نوموړي وویل، د کمال خان بند د قلعه افضل او ترکو کانالونو د کیندنې چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري په خورا چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې دمه یې ۹۲ سلنه چارې پرمخ تللې دي. د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست رئیس عبدالله احمدزي وویل، د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د دویم لاټ کانکرېټ اچونه او ۱۰۸ کیلومتره واټن کیندنه، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۵۴ جوماتونو جوړول، نمک آب کانال، توري [...]

اپریل 16th, 2023|Categories: راپورونه|

د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د قوش تېپې کانال له چارو څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

د قوش تېپې د ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ابراهیم صدر، د بلخ والي محمد داود مزمل، د ۲۰۹ الفتح د قول اردو قوماندان مولوي مطیع او یو شمېر نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی وو. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال وویل: زموږ د نني سفر موخه د قوش‌تېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدالله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت له پلان سره سم پر مخ روان دي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د قوش‌ تېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی او زموږ د نني راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه تر څو خپل ملت ته ډاډ ورکړو، چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې تکمیلېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو. د ریاست الوزراء اداري مرستال مولوي عبدالسلام حنفي د کانال له چارو څخه د لیدنې پرمهال وویل، ملي پراختیا شرکت د خپل مسلکي ټیم پرمټ ثابته کړه، [...]

مارچ 9th, 2023|Categories: پرته د ټولي|

د ترقي بڼ د پراختیا او نیالګیو کښېنولو چارې پیل شوې

په بغلان ولایت کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د غوری سمنټو فابریکو ریاست له لوري د ترقي بڼ د پراختیا او نیالګیو کښېنولو چارې د غوري سمنټو فابریکو د رئیس له لوري پیل شوې. د مسؤلینو په خبره، په دې پړاو کې په ۶۰ جریبه ځمکه باندې به د بادامو او پستې ۶۰۰۰نیالګي کښېنول شي، چې له ډلې به یې ۵۶۰۰ بادام او پاتې د پستې نیالګي دي. د یادولو وړ ده، چې د ترقي بڼ د غوري سمنټو فابریکو ریاست له لوري د دې فابریکو اړوند سلګونه جریبه ځمکه کې د څاڅکو په سېسټم جوړ شوی دی.

فبروري 5th, 2023|Categories: راپورونه|
Go to Top