Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

خپلې خاورې او هېواد ته خدمت کول زمونږ دیني او ملي وجیبه ده

پراختیا شرکت له ټولو کار کوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل. ښاغلي عبدالرحمن عطاش د ملي پراختیا شرکت په تېرو کړنو، تر کار لاندې پروژو او راتلونکي پلانونو هر اړخیز بحث وکړ او د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې لپاره یې د ملي پراختیا شرکت کړنې مهمې یادې کړې. ښاغلي عبدالرحمن عطاش زیاته کړه، خپلې خاورې او هېواد ته خدمت کول زمونږ دیني او ملي وجیبه ده او په دې لاره کې باید هېڅکله د ستړیا احساس ونه کړو. د یادولو وړ دی، چې اوس مهال ملي پراختیا شرکت د هېواد په تاریخ کې د تر ټولو سترې کرنیزې او اقتصادي( قوش تېپې ستر او ملي کانال) پروژې د تطبیق چارې په خورا چټکۍ سره روانې کړي دي.

جنوري 4th, 2023|Categories: راپورونه|

‏ مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا ریاست الوزراء اداري مرستیال ‏مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر ودانۍ د جوړولو له چارو او د عامه اړیکو له څانګې څخه د لیدنې تر څنګ د شرکت له کړنو خوښۍ څرګنده کړه او د ملي پراختیا شرکت له لوري روانې چارې یې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې مهمې او اړینې وبللې. د ملي پراختیا شرکت عموموي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د ښاغلي محترم مولوي عبدالسلام حنفي له راتګ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ملي پراختیا شرکت به د تل په څېر خپلې چارې په پوره صداقت او رېښتینولۍ پرمخ بیایي.

دسمبر 27th, 2022|Categories: راپورونه|

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قوش تېپې د ستر او ملي کانال له چارو لیدنه وکړه

بلخ ولایت ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس الحاج عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قوش تېپې کانال له چارو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کانال د دوهم او درېیم فاز په طرح او ډیزاین هم چټک کار روان دی. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له راغلي لوړ پوړي پلاوي مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دې سترې او ملي پروژې چارې به د پخوا په څېر په پوره صداقت او هېوادنۍ مینې پرمخ وړي. د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو پروژو څخه ده، چې دا مهال په کې تر ۳۲۰۰ ډېره ماشینري په کار بوخت او چارې یې په ډېرې چټکۍ پرمخ روانې دي.

دسمبر 7th, 2022|Categories: پرته د ټولي|

د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د سربند د جوړونې چارې پيل شوې

بلخ ته د ملی پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس، د ا.ا.ا ویاند او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د سربند د جوړونې چارې پيل کړې. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش بلخ ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د سربند د جوړونې چارې پيل او ځایي مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سربند په جوړونه کې کیفیت او کمیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د دې سترې او ملي پروژه پرمخ وړلو کې د تېر په څېر له پوره صداقت او ایماندارۍ کار واخلي. د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د قوش تېپې کانال د هېواد په تاریخ کې یوه ستره او ملي پروژه یاده کړه او د دې پروژې د تطبیق له امله یې د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ او کارکوونکو مننه وکړه، چې په پوره رېښتینولۍ یې چارې پرمخ وړي. د قوش تېپې کانال سربند د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو پر سیند جوړېږي او له همدې سربند څخه به اوبه دې کانال ته راځي، د بلخ او جوزجان له ولایتونو څخه په تېرېدلو سره به د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې رسېږي.

دسمبر 4th, 2022|Categories: د قوش تېپې کانال|

د قوش تېپې کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده او ا.ا.ا. ژمن دی، چې چارې يې په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه بشپړې کړي

د هېواد شمال ته د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د چارو د لیدنې لپاره د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالولي عادل او تخنیکي ټیمونو سفر وکړ او د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو یې له نږدې لیدنه وکړه او د هېواد د آبادۍ او ځان بساینې لپاره یې د ملي پراختیا شرکت کړنې وستایلې. د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وویل، د قوش تېپې کانال د هېواد یوه حیاتي پروژه ده او ا.ا.ا. ژمن دی، چې چارې يې په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه بشپړې کړي او په دې برخه کې یې د ملي پراختیا شرکت کړنې وستایلې، چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالولي عادل وویل، اوس مهال د قوش تېپې کانال چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي او ملت ته ډاډ ورکوو، چې د دې پروژې چارې به په ښه کیفیت او ګړندۍ توګه پرمخ بیایو. د یادولو وړ دی، چې د دې کانال چارې اووه میاشتې مخکې د ا.ا.ا. د ملي پراختیا شرکت له لورې پيل شوې او اوس مهال د قوش تېپې کانال کې له ۲۵۵۰ څخه ډېره ماشینری په کار بوخت ده، چې له ۴۰۰۰ څخه ډېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره [...]

نوومبر 17th, 2022|Categories: د قوش تېپې کانال|

د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ د تورې بند له پروژې لیدنه وکړه

د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او فني ټیم له پروژو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل زابل ولایت ته سفر وکړ، د تورې له بند څخه یې لیدنه وکړه او د دې پروژې چارې یې له نږدې  وکتلې. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش د تورې بند یوه مهمه پروژه یاده کړه او ټینګار یې وکړ ترڅو د پروژې د تطبیق پرمها ل کیفیت او سرعت په پام کې ونیول شي او هم یې د پروژې مسوولینو ته دنده وسپارله ترڅو د اوبو د دې حیاتي بند چارې د اوبو او انرژۍ وزارت او د زابل له محلي ادارې سره په ښې همغږۍ مخکې یوسي. د اوبو دا بند د زابل ولایت مرکز قلات ښار په څلور کیلومترۍ کې موقعیت لري، د موسمي اوبو د ذخیره کولو، کرنې ودې او د برېښنا تولید لپاره جوړېږي، چې د تطبیق چارې یې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي.   د یادولو وړ دی، د تورې بند ۲۵ متره جګوالی، ۷۰ متره اوږدوالی لري او ۲.۹ میلیونه متره معکبه اوبه ذخیره کوي، چې د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لرلو سر بېره به ۶۰۰ هکټاره کرنیره ځمکه هم خړوبه کړي.

اکتوبر 31st, 2022|Categories: راپورونه|
Go to Top