په هلمند کې د ابن حبان بستي پر زیارت د بیارغونې کار روان دی
پنجشنبه ۱۸ مرغومې ۱۳۹۹ د علامه محمد ابن حبان بستی زیارت چې د هلمند په بست کې دی، د بیارغونې کار یې د روان کال د زمري په پنځمه پیل او تر اوسه ۴۶ سلنه کار یې پر مخ تللی دی. د یادې پروژې مالي لکښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات لخوا ورکول شوی او عملي کارونه یې د ملي پرختیا شرکت د افغاني تصدي لخوا پر مخ وړل کېږي. ابن حبان چې په ابن بستي مشهور وه، د خپل وخت له مشهورو علماوو څخه وه. هغه دهلمند ولایت په بست کې زېږېدلی او په لسګونو آثار ترې پاتې دي.
په فاریاب ولایت کې د یو باب لوی جومات ودانیزې چارې روانې دي
یکشنبه ۱۴ مرغومې ۱۳۹۹ د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې په یو باب لوی جومات، چې په دوه پوړیز شکل په پاخه او اساسي شکل جوړیږي ودانیز کارونه روان دي. دا جومات چې په یو وخت کې به د ۲۰۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځائیدو ظرفیت ولري، عملي او تخنیکي کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي. یاد جومات د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ ودانیږي او دا مهال ېې په لمړي او دوهم پوړ کې په بیلابیلو ودانیزو برخو کارونه روان دي او تمه ده په راتلونکو څو میاشتو کې ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د کار اساسي فلسفه، د هیواد د دوامدارې پراختیا، هوساینې او پرمختګ لپاره، د اړینو او لمړیتوب درلودونکو بنسټیزو پروژو په عرضه او پلي کولو کې، د علومو، ټیکنالوژۍ او شته تجربو کارول تشکیلوي. د واحد مدیریت او د پروژو د چارو تخصصي کولو په موخه، د ملي پراختیا شرکت د لمړي ځل لپاره خپل ټول پراختیايي پروګرامونه او پروژې چې په ودانیزو، تولیدي، کرنې او انرژۍ برخو کې ېې فعالیت درلود، د یو واحد الکترونیکي معلوماتي او مدیریتي سیستم لاندې راوستې او په همدې اساس د پروژو ټولې چارې او د ودانیزو او اړینو توکو د چمتو کولو او پیرود په موخه ېې د تدارکاتي پړاوونو ترسره کول، د دې سیسټم لخوا اجرا، مدیریت او څارل کیږي. د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه لیدلوري په پام کې نیولو سره یاد سیسټم، د تدارکاتي او د توکو او اجناسو د پیرود بهیر د لا روڼتیا لپاره، دا برخه هم د الکترونیکي سیسټم له لارې اجرا کوي، کوم چې د تدارکاتي پروسو روڼتیا او چټکتیا تضمینوي. په همدې موخه د ملي پراختیا شرکت د لا اسانتیا او روڼتیا په هدف خپل تدارکاتي سیسټم د الکترونیکي راکړې ورکړې قانون په رڼا کې ډیزاین کړی؛ خبرتیاوې او د پیرود کڅوړې لاسته راوړل (کوتیشنونه) له دې طریقه، د ۱۴۰۰مالي کال له پیله مدیریت او ترسره کوي. په همدې موخه ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کیږي څو د تدارکاتي خبرتیاوو ترلاسه [...]
د هلمند بست ولایتي روغتون کې د سل بستره روغتون د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
چهار شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹ تیره ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه بست روغتون کې د یو باب سل بستره روغتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه. دې مراسمو کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام ترڅنګ د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم د بست ولایتی روغتون امر ډاکتر زلمي پښتون او ګن شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو. دا روغتون چې د ملي پراختیا شرکت د خانه سازي ساختمانی تصدي لخوا ېې ودانیزې چارې پرمخ وړل کیږي، مالي لګښت ېې د آسیا پراختیايي بانک ورکوي. یاد روغتون چې د سل بسترو ترڅنګ به، په بیلابیلو روغتیايي څانګو سمبال وي، د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې جوړیږي.
د زابل ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلېې ودانیزې چارې په ښه توګه روانې دي
سه شنبه ۹ مرغومې ۱۳۹۹ د زابل ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلېې ودانیزې چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي چې په جوړیدو سره به ېې په دې پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزه حل او هغوی ته به د اوسیدو په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. دا لیلیه چې په نږدې ۶۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي، د اړینو امکاتو د شتون سربیره د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځاییدو وړتیا لري. ددې لیلیې ودانیزې او تخنیکي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه اداره ورکوي.
د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د عليزايي کلي جومات
سه شنبه ۹مرغومی ۱۳۹۹ دا جومات چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي، د چت د پوښښ لپاره چمتو شوی دی. د جومات ودانیز کارونه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په علیزايي کلي کې، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت روان دي چې د هوا په ګرمیدو او کاري چټکتیا سره به ډير ژر بشپړ او پرانیستل شي. ددې ترڅنګ په بلخ ولایت او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د یو شمیر نورو ودانیزو پروژو، ودانیز کارونه هم پرمخ وړل کیږي.