Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

په میدان وردګ ولایت کې د کویډ ۱۹ځانګړي روغتون ودانیز کارونه روان دي

سه شنبه ۲ مرغومې ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د څو نورو ولایتونو په څير، میدان وردګ ولایت کې هم د کویډ ۱۹(کرونا) سل بستره روغتون ودانیز کارونه پرمخ وړي. دا روغتون چې له وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړیږي؛ سمبالې خونې او مختلفې روغتیايي برخې به ولري. دمګړۍ ددې پروژې ودانیز کارونه له ۶۵سلنې څخه ډير پرمخ تللي او تمه ده پاتې کارونه ېې ډیر ژر بشپړ او د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره د هیوادوالو پرمخ پرانیستل شي.

دسمبر 22nd, 2020|Categories: جوړول|

خبرتیا د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست په پام کې لري، قصبې بلاکونو ته څیرمه اماراتو ښارګوټي کې، خپل اړوند ۱۸ بابه هټۍ په کرایه ورکړي.

هغه اشخاص، ادارې او شرکتونه چې غواړي یاد ملکیت په کرایه ونیسي، د اعلان خپریدو له نیټې څخه دې د کور جوړونې ودانیز ریاست د تدارکاتو آمریت ته مراجعه وکړي، له بیرته نه ستنیدونکو (۳۰۰۰) افغانیو بدل کې دې ترتیب شوی شرط لیک ترلاسه او خپل وړاندیزونه دې د ۱۳۹۹.۱۰.۱۸ د سهار تر ۱۰ بجو پورې وسپاري، په خپله یا صلاحیت لرونکی استازی دې د ۱۳۹۹.۱۰.۲۰ د شنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د یاد ریاست د کنفرانسونو تالار کې حاضر شي، شرط لیک دې ملاحظه او تضمین چې ۱۰۰۰۰ افغانۍ کیږي نغدې اخیستل کیږي. پته: د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاته د قصبې عمومي سړک د کور جوړونې تصدۍ

دسمبر 21st, 2020|Categories: داوطلبی|

بغلان ولایت او ولسوالیو کې اتلس ودانیزې پروژې په پلې کیدو دي

دوشنبه ۱مرغومې ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت بغلان ولایت او ولسوالیو کې د اتلسو ودانیزې پروژې عملي کارونه پرمخ وړي چې ودانول ېې اړین او پرانیستل به ېې په اړوند برخو کې تر ډيره بریده د خلکو ستونزې حل کړي. پنځه پروژې چې یو لوی جومات، ټولنیز صالون، د لوبو جمنازیم او دوه بابه انتظار خونې پکې شاملې دي د بغلان ولایت په مرکز کې پلي شوي، چې د ځینو کارونه ېې بشپړ شوي هم دي. همداشان د ولسوالیو لپاره په ۱۳ محرابه جوماتونو هم عملي چارې پیل شوي چې په مرکزي بغلان، برکه، دوشي، نهرین، بنو، جلګه، خنجان، دهنه غوري، بل حصار، خوست، ده صلاح، تاله برفک او فرنګ ولسواليو کې په بیل مساحت او بیل شکل جوړیړي. د یادو ټولو پروژو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.

دسمبر 21st, 2020|Categories: جوړول|

د زابل پوهنتون د لیلېې په ودانیزو چارو کې ښه پرمختګ شوی

یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۳۹۹ د زابل پوهنتون د لیلېې ودانۍ چې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې ودانیږي او د شاوخوا زر تنه محصلینو د ځاییدو وړتیا لري، تر دې مهال ېې په ودانیزو چارو کې ېې ۵۰ سلنه پرمختګ شوی. ددې پروژې عملي چارې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. د ملي پراختیا شرکت زدکړالیانو د هوساینې په موخه ددې ودانۍ د ودانیزو چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ، د یو شمیر نورو ولایتونو پوهنتونو کې، د ۱۸بابه لیلیو ودانولو عملي کارونه هم پرمخ وړي.

دسمبر 20th, 2020|Categories: جوړول|

لنډ وخت کې به د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه بشپړ شي

شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۳۹۹ د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د څو لویو ټولګټو ودانیزو او رغنیزو پروژو سربیره، ددې ولایت په ولسوالیو کې هم د جوماتونو جوړولو کارونه روان دي چې له ډلې ېې یو په چپرهار ولسوالۍ کې جوړیږي. د یاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي. دا جومات د هغو ۳۷۷بابه جوماتونو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه د ۳۴ ولایتونو په ولسوالیو کې جوړیږي. د یادونې وړ ده چې د ننګرهار په ۱۵ولسوالیو کې دا شان یو یو محراب جومات وانیږي چې د ځينو ودانیز کارونه به ېې په ډير کم وخت کې بشپړ شي.

دسمبر 20th, 2020|Categories: جوړول|

بادغیس ولایت د لوبو یو جمنازیم د را روان کال تر پسرلي ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي

پنجشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹ په بادغیس ولایت کې د لوبو یو باب جنمازیم چې ودانیزې چارې ېې نږدې ۷۲سلنه پرمخ وړل شوي، تر راتلونکي پسرلي به بشپړې او لوبغاړي به وشي کولی ورڅخه ګټه پور ته کړي. دا جمنازیم چې په یو وخت کې د سپورټي پروګرامونو د شاوخوا ۱۵۰۰ مینوالو او لیدونکو د ځاییدو ظرفیت لري، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ ېې ودانیزې چارې، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي. د یادونې وړ ده چې له جمنازیم سربیره په دې ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژو هم چارې روانې دي چې پرانیستو سره به ېې اړوند برخو کې د خلکو ستونزې حل شي.

دسمبر 17th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top