Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

د داوطلبۍ خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت د ارزاقو ریاست په پام کې لري څو د کابل ښار ۱۲ناحېې، سلیم کاروان سیمه کې یو باب ځانګړی پلورنځی او د هغې اړوند حریم، د مزایدې او داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړي. د حاجي عبدالهادي په نوم یو تن د درې کلونو لپاره، د ۱۰۰۰ زره افغانیو میاشتنۍ کرایې په ورکړې سره ددې ملکیت قرارداد ته چمتو دی. هغه افراد او شرکتونه چې په لوړه بیه د یاد ملکیت د تړون غوښتونکي دي، خپل غوښتنلیکونه دې د خبرتیا خپریدو له نیټې ۱۵/۹/۱۳۹۹ څخه تر ۱۴ ورځو پورې خوشحال خان مینه کې، مرکزي سیلو ته څيرمه د ارزاقو ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري او د ۳۰۰۰ افغانیو بیرته نه ستنیدونکې قیمت په بدل کې دې ترتیب شوی شرط لیک ترلاسه او خپله دې د داوطلبۍ په ټاکلې ورځ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاته، قصبه کې د ملي پراختیا شرکت د تدارکاتو ریاست ته حاضر شي. تضمین په نغدي ډول اخیستل کیږي.

دسمبر 9th, 2020|Categories: داوطلبی|

د ننګرهار کانال زیتونو فابریکې کې د پروسس بهیر روان او د زیتونو راټولولو لړۍ روانې دي

چهار شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۹ ننګرهار ولایت کې کرنیزو محصولاتو او بڼدارۍ پراختیا ته، د ملي پراختیا شرکت او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د رهبرۍ او مسئولینو د رښیتينې پاملرنې له امله، د ننګرهار کانال (وادي کرنیز شرکت) اړوند زیتونو بڼونو په حاصلاتو کې د ډيروالي اټکل کیږي. د ننګرهار کانال مسئولین خوشبیني ښه يي چې سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله د زېتونو حاصلات ډېر لوړ وي او دا کال به له څلورګونو فارمونو څخه شاوخوا ۵۰۰ ټنه زیتون راټول، چې له لسو ټنو څخه به ېې اچار او له پاتې نورو څخه به ېې تیل وویستل شي. دمګړۍ د زیتونو راټولولو لړۍ روانه ده د اچارو د پروسس مرحله پای ته رسېدلې او د تېلو پروسس لړۍ دوام لري، چې په بشپړیدو سره به ېې هېوادوال د زېتونو کیفیت لرونکي سوچه او خالص تېل او اچار، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) له رسمي څانګو څخه ترلاسه کړي . د یادونې وړ ده چې په ننګرهار ولایت کې د زیتونو دولتي بڼونه شاوخوا لس زره جریبه ځمکه په ځان کې رانغاړي او پکې د زیتونو څه کم دوه سوه اویا زره ونې شته چې نیمايي له پالنې وروسته په حاصل راغلي.

دسمبر 9th, 2020|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د جومات ودانیزې چارې

چهار شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۹ د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي چې بنسټيز کارونه ېې کابو بشپړ شوي او په پاتې برخو ېې کارونه روان دي. دا جومات چې تپه کې ښارګوټي ته څيرمه ودانیږي تر دې دمه ېې نږدې اویا سلنه ودانیز کارونه بشپړ شوي او پاتې کارونه به ېې په شاوخوا څلورو کاري میاشتو کې بشپړ شي. یاد جومات د هغو ۳۷۷بابه جوماتونو څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه او جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا ودانیږي.

دسمبر 9th, 2020|Categories: جوړول|

په ننګرهار کانال کې د ستروسو د نوو بڼونو جوړیدل به اړوند برخه کې تر ډيره هیواد په ځان بسیا کړي

سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په لارښوونه او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) د مسئولینو په هڅو، د کانال درېيم فارم کې په ۴۳ هکتاره ځمکه د ستروسو نوي باغونه جوړ چې شاوخوا ۱۴زره د مالټو نیالګي پکې کینول شوي دي. له یوې خوا د نوو باغونو پراختیا او له بل پلوه شته بڼو ته پاملرنې، د ستروسو په میوې د هیواد ځان بسیاینې هیلې پیاوړې کړي او له همدې امله سږ کال به د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له درېيم فارم څخه شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه ستروس (مالټې) ترلاسه شي. همداراز د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ په دې هڅه کې ده چې په معیاري توګه د ودانیزو چارو سر ته رسولو ترڅنګ، ننګرهار ولایت کې ددې شرکت اړوند ځمکو څخه د ښې او ګټورې استفادې په موخه، خپل لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه په ښه شان سره پلي کړي، چې له یوې خوا به په کرونیزو محصولاتو په پردیو اتکا کمه کړي او له بل اړخه به خلکو ته د کاري بوختیا پیدا کولو لامل شي.

دسمبر 8th, 2020|Categories: وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د پلازمینې کابل د موسهي ولسوالۍ ۵۰ بستره روغتون

دوشنبه ۱۷ ليندۍ ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یو باب پنځوس بستره روغتون ودانیزې چارې پرمخ وړي او پرانیستو ته چمتو دی. دا روغتون د پلازمینې کابل په ولسوالیو کې د کویډ ۱۹د هغو پنځو روغتونو له ډلې څخه یو دی چې د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ جوړیږي. یاد۵۰ بستریز روغتون چې د ایمرجنسي، عملیات، اکسرې، لابراتوار، درملتون، پاملرنې او ریکاوري ځانګړې خونې لرې، د موسهي ولسوالۍ اوسیدونکي به د کرونا ناروغۍ د لمنځه تلو او کابو کولو وروسته هم وشي کولی ورڅخه ګټه واخلي.

دسمبر 7th, 2020|Categories: جوړول|

د ارشاد حج او اوقافو وزیر په بلخ کې د ملي پراختیا شرکت تر کار لاندې پروژې څخه لیدنه وکړه

یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹ د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د خالد بن ولید جومات له پروژې څخه لیدنه وکړه. دا پروژه چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پلي شوې، د مزارشریف ښار په مرکز کې موقعیت لري او په یو وخت کې د شاوخوا دوه زره لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا لري. ښاغلي حلیمي په داسې حال کې چې د ملي پراختیا شرکت له مشرتابه او د بنايي ودانیزې تصدۍ له کارکوونکو څخه ېې مننه وکړه، د دې جومات د ودانیزې چارو له څرنګوالي څخه ېې خوښي وښوده.

دسمبر 6th, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|
Go to Top