ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۰۱هـ ش کال کې د ۹۳ ملي او زېربنایي پروژو له ډلې د ۸۳ پروژو چارې بشپړې کړې دي
د ملي پراختیا شرکت مسوولینو، نن شنبه (۲۶ وري ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، مولوي عبدالولي عادل وویل: ملي پراختیا شرکت په تېر ۱۴۰۱هـ ش کال کې د ۹۳ پروژو د تطبیق چارې چې بندونه، کانالونه او عامه ځایونه پکې شامل وو تر لاس لاندې نیولې وې، چې له ډلې یې تر دې دمه د ۸۳ پروژو چارې بشپړې کړي او د پاتې ۱۰ سترو او ملي پروژو چارې په خورا چټکۍ سره روانې دي. مولوي عبدالولي عادل زیاته کړه، د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د لومړي فاز چارې ۷۲.۲۷ سلنه بشپړې شوي، اوسمهال په کې شاوخوا ۴ زره ماشینري او له ۷ زره ډېر کسان په کار بوخت دي. همدارنګه نوموړي وویل، د کمال خان بند د قلعه افضل او ترکو کانالونو د کیندنې چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري په خورا چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې دمه یې ۹۲ سلنه چارې پرمخ تللې دي. د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست رئیس عبدالله احمدزي وویل، د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د دویم لاټ کانکرېټ اچونه او ۱۰۸ کیلومتره واټن کیندنه، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۵۴ جوماتونو جوړول، نمک آب کانال، توري [...]
د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د قوش تېپې کانال له چارو څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ
د قوش تېپې د ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ابراهیم صدر، د بلخ والي محمد داود مزمل، د ۲۰۹ الفتح د قول اردو قوماندان مولوي مطیع او یو شمېر نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی وو. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال وویل: زموږ د نني سفر موخه د قوشتېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدالله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت له پلان سره سم پر مخ روان دي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د قوش تېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی او زموږ د نني راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه تر څو خپل ملت ته ډاډ ورکړو، چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې تکمیلېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو. د ریاست الوزراء اداري مرستال مولوي عبدالسلام حنفي د کانال له چارو څخه د لیدنې پرمهال وویل، ملي پراختیا شرکت د خپل مسلکي ټیم پرمټ ثابته کړه، [...]
د ترقي بڼ د پراختیا او نیالګیو کښېنولو چارې پیل شوې
په بغلان ولایت کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د غوری سمنټو فابریکو ریاست له لوري د ترقي بڼ د پراختیا او نیالګیو کښېنولو چارې د غوري سمنټو فابریکو د رئیس له لوري پیل شوې. د مسؤلینو په خبره، په دې پړاو کې په ۶۰ جریبه ځمکه باندې به د بادامو او پستې ۶۰۰۰نیالګي کښېنول شي، چې له ډلې به یې ۵۶۰۰ بادام او پاتې د پستې نیالګي دي. د یادولو وړ ده، چې د ترقي بڼ د غوري سمنټو فابریکو ریاست له لوري د دې فابریکو اړوند سلګونه جریبه ځمکه کې د څاڅکو په سېسټم جوړ شوی دی.
خپلې خاورې او هېواد ته خدمت کول زمونږ دیني او ملي وجیبه ده
پراختیا شرکت له ټولو کار کوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل. ښاغلي عبدالرحمن عطاش د ملي پراختیا شرکت په تېرو کړنو، تر کار لاندې پروژو او راتلونکي پلانونو هر اړخیز بحث وکړ او د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې لپاره یې د ملي پراختیا شرکت کړنې مهمې یادې کړې. ښاغلي عبدالرحمن عطاش زیاته کړه، خپلې خاورې او هېواد ته خدمت کول زمونږ دیني او ملي وجیبه ده او په دې لاره کې باید هېڅکله د ستړیا احساس ونه کړو. د یادولو وړ دی، چې اوس مهال ملي پراختیا شرکت د هېواد په تاریخ کې د تر ټولو سترې کرنیزې او اقتصادي( قوش تېپې ستر او ملي کانال) پروژې د تطبیق چارې په خورا چټکۍ سره روانې کړي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر ودانۍ د جوړولو له چارو او د عامه اړیکو له څانګې څخه د لیدنې تر څنګ د شرکت له کړنو خوښۍ څرګنده کړه او د ملي پراختیا شرکت له لوري روانې چارې یې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې مهمې او اړینې وبللې. د ملي پراختیا شرکت عموموي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د ښاغلي محترم مولوي عبدالسلام حنفي له راتګ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ملي پراختیا شرکت به د تل په څېر خپلې چارې په پوره صداقت او رېښتینولۍ پرمخ بیایي.
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قوش تېپې د ستر او ملي کانال له چارو لیدنه وکړه
بلخ ولایت ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس الحاج عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قوش تېپې کانال له چارو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کانال د دوهم او درېیم فاز په طرح او ډیزاین هم چټک کار روان دی. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له راغلي لوړ پوړي پلاوي مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دې سترې او ملي پروژې چارې به د پخوا په څېر په پوره صداقت او هېوادنۍ مینې پرمخ وړي. د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو پروژو څخه ده، چې دا مهال په کې تر ۳۲۰۰ ډېره ماشینري په کار بوخت او چارې یې په ډېرې چټکۍ پرمخ روانې دي.