دایکندي ولایت کې به ډير ژر یو باب معیاري روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا دایکندي ولایت کې یو باب روزنتون تر ودانیزو چارو لاندې دی چې کارونه ېې نږدې بشپړ او څه موده وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا روزنتون چې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ، له وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړ شوی؛ دمګړۍ ېې بنسټیزې چارې بشپړې شوي او ډير ژر به ېې د بریښنا، کاشي کارۍ، اوبو رسونې، رنګ او نورو اړوندو چارو کارونه پیل شي. یتیمانو او د بیوزلو کورنیو ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره دا روزنتون یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی، خوړنتون او کلنیک لري چې له پرانیستو سره به ېې نږدې ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې او نورو اړینو چوپړتیاوو د رسولو زمینه مساعده شي. له دې ولایت سربیره د ملي پراختیا شرکت لخوا په جوزجان، نورستان، لوګر او تخار ولایتونو کې په یو یو باب روزنتونو ودانیزې چارې روانې دي چې ډیر ژر به ېې کارونه بشپړ شي.
فاریاب ولایت کې، د چهارتوت متوسطه ښوونځي ودانۍ
دا ښوونځی چې لس ټولګي لري او په دوه پوړونو کې ودان شوی، د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري. ددې ښوونځي ودانیزې او تخنیکي چارې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست، د فني ټیم لخوا پرمخ وړل شوي.
د پلازمینې کابل په بي بي مهرو سیمه کې د دریو جوماتونو د جوړیدو کارونه بشپړیدو ته نږدې دي
یکشنبه ۱۸ لړم ۱۳۹۹ د بی بی مهرو غونډۍ چې یو له پیژندل شوو او تاریخي غونډیو څخه ده او د پلازمینه کابل د مرکز شمال لور ته موقعیت او ډيرې کورنې په کې شتون لري؛ هلته د ملي پراختیا شرکت لخوا د دریو جوماتونو ودانیز کارونه بشپړیدو ته نږدې شوي چې ډير ژر به پرانیستل شي. د امیر حمزه (رض) او نور په نوم جوماتونه په یو پوړیز او د امام حسن (رض) په نوم بل جومات په دوه پوړیز شکل جوړ شوی. ددې جوماتونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا د لسهاوو ماهرو او غیرې ماهرو کارګرو پرمټ د ودانیزو معیارونو په پام کې نیول سره پرمخ وړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول هیواد کې د ملي پراختیا شرکت د بیلابیلو ودانیزو ریاستونو لخوا، په لسهاوو ودانیزو پروژو کارونه روان او څه ېې د بشپړیدو په حال کې دي، چې خلک ورڅخه خوښ او هرکلی ېې کوي.
پروان ولایت کې د نوآباد توپ درې
پروان ولایت کې د نوآباد توپ درې ښوونځی چې د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې ریاست لخوا جوړ شوی.
د کارموندنې خبرتیا د بست نوم : د هوايي پلونو او ترانسپورتي ودانیو د پروژو طرحه او ډيزاینول
د بست نوم : د هوايي پلونو او ترانسپورتي ودانیو د پروژو طرحه او ډيزاینول د ملي پراختیا شرکت د هوايي پلونو او ترانسپورتي ودانیو د پروژو د طرحې او ډيزاین لپاره دانجنیرۍ (۲) بستونه اعلان ته سپارلي؛ وړ او په شرایطو پوره کسان کولی شي د خبرتیا خپریدو له نیټې نه تر ۱۰ ورځو پورې خپله CV د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو ریاست بریښنالیک ته واستوي. د یاد بستونو د دندو لایحې لیدو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! د هوايي پلونو او ترانسپورتي ودانیو د پروژو طرحه او ډيزاینولو د دندو لایحي
د بنايي ښارګوتي ودانیزې چارې په چتکۍ سره پرمخ راونې دي
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۳۹۹ ددې پروژې ودانیزې چارې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پیل شوې، خو د یو لړ لاملونو له امله ېې کارونه په ټپه ودریدل، چې په ورستیو کې یې بیاځلي کارونه د ملي پراختیا شرکت لخوا پیل شول. د بنايي ښارګوټي په نوم دا پروژه چې کارونه ېې هم د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي، د پلازمېنې کابل ښارد بګرامیو په سیمه کې موقعیت لري او د ۴۰ بلاکونو له ډلې چې د جوړولو پلان ېې شته په ۱۱ېې کارونه پیل شوي او د پاتې نورو ودانیزې چارې به یې هم په راتلونکو کې پیل شي. یاد بلاکونه چې له تهکوۍ سره په ۱۰ پوړونو کې ودانیږي؛ درې اطاقه اوپنځه اطاقه دي او د مرکز ګرمۍ او لیفت سیستم سربیره پکې، جوماتونه، ښوونځی، وړکتون، روغتیایي کلینک، تفریحي پارک، د ورزشي لوبو ځایونه او څلور پوړیز سوداګریز مارکیټونه هم شامل دي. د یادونې وړ ده دمګړۍ په دې ښارګوټې کې شاوخوا ۲۰۰تنه ماهر او غیرې ماهره کسان په کار بوخت دي او همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا پلازمینه کابل کې په نورو پراختیايي پروژو هم کارونه روان دي چې زرهاوو تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.