د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند دوه نیم جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه شوه
سه شنبه ۸تله ۱۳۹۹ له غصبه د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې شرکتونو او فابریکو د ځمکو بیرته خلاصولو په لړ کې، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) اړوند هډې فارم کې، دوه نیم جریبه ځمکه چې له کلونو راهیسې د غاصبینو په منګلو کې وه خلاصه کړل شوه. یاده ځمکه چې د ملي پراختيا شرکت اجرائيوي رییس عبدالرحمان عطاش او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل تر رهبری لاندی د غصب شوو ځمکو د استرداد کمیسیون په همکارۍ، د قضايي ادارو د پرېکړې پر بنسټ رسماً تیره ورځ د تلې په ۷مه نیټه دې شرکت ته وسپارل شوه په اړه ېې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مشر عبدالقهار حیدري وايې ددې شرکت اړوند غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ دوام لري او له دې ځمکو څخه به په راتلونکو کې په پراختیايي برخو کې سالمه ګټه پورته کړل شي. دا په داسې حال کې ده له هغې وروسته چې د ننګرهار کانال مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شو په سلهاوو جریبه ځمکه ېې د غاصبینو له منګلو شوې، چې وروستۍ بیلګه ېې د بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو سیمه کې د هډې فارم ۲۳۲ جریبه ځمکه وه چې د غاصبينو خلاصه کړل شوه.
د غوري سمنټو فابریکو رییس او مرستیال معرفي شول
یکشنبه ۶تله ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی محمد ظاهر عبادي د غوري سمنټو فابریکو د رییس او ښاغلی عبدالقوی زاهد ېې د مرستیال په توګه وټاکل شو. په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې د غوري سمنټو فابریکو په ریاست کې جوړه شوې وه، ددې فابریکو یو شمېر مسئولینو او کارکوونکو ترڅنګ، د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ددې شرکت ځینو نورو لوړ پوړو مسئولینو، ددې ولایت د سیمه ییز ادارو چارواکو، د غوري سمنټو فابریکو پخواني سرپرست او د شمال د ډبرو سکرو اوسني رییس ښاغلي ریاض الدین شریفي هم ګډون کړی وو. په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور دواړو ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او هغوی ته ېې په سپارل شوي مسئولیت کې د بریا غوښتنه وکړه او د غوري سمنټو فابریکو د مخکینی سرپرست ریاض الدین شریفي لخوا ېې ترسره شوې چوپړتیاوې او کارکردګۍ د ستاینې وړ وبللې. ښاغلي محمد ظاهر عبادي او عبدالقوی زاهد د حکومت او ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه چې په رښتینولۍ او رڼښت سره به سپارل شوې چارې سمبالوي او ددې فابریکو د لا پراختیا لپاره به په خپل ټول قوت سره هڅې وکړي. ښاغلی عبادي او زاهد [...]
د جبل السراج سمنټو فابریکې نوی رییس او مرستیال معرفي شو
یکشنبه ۶تله ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی عبدالقادر مخلص او ښاغلی محمد شاپور عمار د جبل السراج سمنټو فابریکې د رییس او مرستیال په توګه وټاکل شول. په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې ددې فابریکې په ریاست کې جوړه شوې وه، د یادې فابریکې د یو شمېر مسئولینو او کارکوونکو سربیره، د ملي پراختیا شرکت دفتر مشر وحیدالله رحمدل او ددي شرکت د ګمارنې آمر محب الرحمن رحیمي، د پروان ولایت د بشري سرچینو رییس نذیر پویا، د جبل السراج ولسوال سیف الله بیدار او ددې ولایت یوشمیر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو. ښاغلي شاه پور د حکومت او ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه چې د چارو د ښه تر سره کولو او ددې فابریکو د لا پراختیا او وړتیا لوړونې لپاره به په خپل ټول توان سره هڅه او کوښښ وکړي. محمد شاه پور چې د ماستړۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او په دولتي ادارو کې پراخه کاري او مدیریتي تجربه لري، د جبل السراج سمنټو د شرکت رییس په توګه ګمارل ېې کولی شي ددې فابریکې چارې او پراختیا لا پسې ګړندۍ کړي.
د شمال د ډبرو سکرو شرکت تخنیکي ټيم لخوا د پنځو طراحي شوو دستګاوو مخ کتنه وشوه
سه شنبه ۱تله ۱۳۹۹ نن د بغلان ولایت د شمال د ډبرو سکرو شرکت په ریاست کې ددې شرکت د مشر ریاض الدین شریفي، تخنیکي ټيم، رسنیو او ځايي مسئولینو په شتون کې، ددې شرکت د تخنیکي ټيم لخوا د پنځو طراحي او بسته بندي شوو دستګاوو څخه پرانیسته او مخ کتنه وشوه. دا دستګاوې چې له پخوا جوړو شوو تخنیکي او میخانیکي پرزو څخه د شمال د ډبرو سکرو د افغان تخنیکي ټيم په ابتکار جوړې او طراحي شوي، په کانونو کې د ىو واګون او دوه واګونه کشولو ماشىنونه، د برىښنايي او ډىزلي کمپرىسور دستګاوې، د مصرفي بريښنا او د لوړ تناژ ترازو دستګاوې دي چې هره ىوه ېې کولی شي د کان کیندنې چارې ګړندۍ کړي. د شمال د ډبرو سکرو مشر ریاض الدین شریفي د خپل تخنیکي ټیم له دې ابتکاره خوښي وښوده او وېې ویل چې دا کار به نورو هیواد ته د کانونو اړوند تخنیکي وسایلو په برخه کې ددوی لاس لنډ کړي او نور به دوی اړ نه وي چې یاد وسایل او دستګاوې په لوړه بیه له نورو هیوادونو څخه وارد کړي. بل پلو د شمال د ډبرو سکرو تخنیکي ټيم وايي چې دوی هغه دستګاوې چې له نورو هیوادنو څخه به په زرهاوو ډالروو پیرودل کیدې او هیواد ته ېې راوړو ډیر وخت هم نیوه، په څو زرو افغانیو جوړې کړي چې هم پیاوړې او هم له لوړ کیفیت څخه برخمندې [...]
د کندز خان آباد ولسوالۍ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کیښودل شوه
دوشنبه ۳۱وږی ۱۳۹۹ د کندز خان آباد ولسوالۍ مرکز کې د حضرت صاحب قاري جان آغا د لوی جومات په نوم د یو محراب جومات بنسټ ډبره د قومي مشرانو، علماوو، سپینږیرو او ځايي مسئولینو په شتون کې کیښودل شوه. دا جوات چې په ۲۲۵متر مربع مساحت ځمکه کې په اته ضلعي شکل پوخ او اساسي جوړیږي، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت لخوا جوړیږي. یاد جومات د هغو ۳۷۷ بابه جوماتونو له ډلې څخه دی چې د ټول هیواد په ولسوالیو کې جوړیږي، ودانیزې چارې به ېې یو کال وخت ونیسي. د یادونې وړ ده د حضرت صاحب قاري جان آغا د کرز جومات مخکینۍ ودانۍ د سیمې د خلکو لخوا په غیرې معیاري یا خام شکل جوړه شوې وه، خو اوس ددې اړتیا وه چې په عصري او ساسي بڼه په لوی مساحت کې جوړه شي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اوړند سلهاوو جريبه غصب شوې ځمکه راوګرځول شوه
یکشنبه ۳۰وږی۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند دغصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ دوام لري چې په لړ کې ېې داځل د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) ۲۳۲ جریبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه کړل شوه . د بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو سیمه کې د هډې فارم یاده ځمکه چې د دريو تنو له لورې غصب شوې وه د ملي پراختيا شرکت اجرائيوي ریيس عبدالرحمان عطاش او ننګرهار والي ضياالحق امرخېل تر رهبری لاندی د غصب شوو ځمکو د استرداد کمیسیون په همکارۍ، د عدلي او قضایي اداراتو د پرېکړې پر بنسټ د کانال دولتي ملکيت وګڼل شوه او رسماً دغې ادارې ته تسليم شوه. دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې وړاندې د کانال شاوخوا سل جريبه ځمکه هم په همدې ساحه کې استرداد شوى وه او د ملي پراختیا شرکت مشرتابه هوډمن دی چې په هر ولایت کې به خپلې اړوند ځمکې له غاصبينو بېرته راوګرځوي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې د ددوی اړوند د دولت يوه لويشت ځمکه هم غصب کړي .