داوطلبی
د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د درې کلونو لپاره لاندې ملکیتونه په قرار داد ورکوي. د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي دکانونه: ۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان د ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې. ۲- د امارتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان د ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې. د کابل ښار د ۵ ناحیې اړوند د خوشحال خان استوګنیز ښارګوټي دکانونه: ۱- د ۶ بلاک اړوند یو باب سوپر مارکېټ په ۲۳۵ متره مربع مساحت کې. ۲- د ۳ بلاک اړوند دوه بابه دکانونه په ۳۳ متره مربع مساحت کې. ۳- د ۴ بلاک اړوند یو باب دکان په ۳۳ متره مربع مساحت کې. د بګرامیو په ښارګوټي کې یو باب کانتینر د ۱۵ متره مربع مساحت کې. هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.
داوطلبی
د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي کې خپل ملکیتونه په لاندې ډول په قرار داد ورکوي: د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي د ۱ نمبر مارکېټ دکانونه: ۱. ۸ نمبر دکان په ۲۳.۷۰ متره مربع مساحت کې. ۲. ۱۰ نمبر دکان په ۲۳.۱ متره مربع مساحت کې. ۳. ۱۵ نمبر دکان په ۱۳.۶۸ متره مربع مساحت کې. ۴. ۱۶ نمبر دکان په ۱۳.۶۸ متره مربع مساحت کې. ۵. ۱۹ نمبر دکان په ۱۴.۱۵ متره مربع مساحت کې. ۶. ۲۳ نمبر دکان په ۱۴.۱۵ متره مربع مساحت کې. ۷. ۳۲ نمبر دکان په ۱۵.۷۰ متره مربع مساحت کې. ۸. ۳۳ نمبر دکان په ۱۳.۱۶ متره مربع مساحت کې. د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي د ۲ نمبر مارکېټ دکانونه: ۱. ۸ نمبر دکان په ۲۳.۵ متره مربع مساحت کې. ۲. ۹ نمبر دکان په ۲۷.۷۳ متره مربع مساحت کې. هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.
داوطلبی
د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي کې د کور جوړولو ودانیز ریاست ملکیتونه د درې کلونو په قرار داد ورکوي: ۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان په ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې. ۲- د اماراتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان په ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې. هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.
د ملي پراختیا شرکت ته د دوهم ځل لپاره د غوري سمنټو فابریکو سپارل
په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د غوري سمنټو د فابریکو مسوولیت د بغلان ولایت سیمه ییزو ادارو په لاس کې اخیستی وو، چې د سمنټو په تولید، کیفیت او د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې ځینې ستونزې رامنځ ته شوې وې، نو له همدې امله د ا.ا.ا رهبرۍ پرېکړه وکړه، چې د دې فابریکو مسوولیت د دوهم ځل لپاره د ملي پراختیا شرکت ته ولېږدول شي. د ملي پراختیا شرکت د دې فابریکو د چارو څخه د لیدنې او د سمنټو تولید د لوړوالي لپاره یو هیئت، د دې شرکت معاونینو او تخنیکي ټیم څخه وګوماره، چې نوموړي هیت د فابریکو له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هم یې ډاډ ورکړ، چې د فابریکو شته ستونزې به حل او د تولید او کیفیت د لوړوالي ترڅنګ به غوري سمنټو ته په بازار کې ځانګړی مقام ګټي. همدارنګه مسوولینو د فابریکو د کار کوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ هم رسماً پیل کړه او هم یې ترې وغوښتل، چې په صداقت او رېښتینولۍ خپلو کارونو ته دوام ورکړي. هېره دې نه وي په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له راتګ وروسته د دې فابریکو کارکوونکو معاشونه نه وو اخیستي.
د بالا باغ قصرونو څخه د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ پلاوي لیدنه
پنجشنبه ۵ وږی ۱۴۰۰ دملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي نن د کابل ولایت د بالا باغ قصرونو څخه له نږدې لیدنه وکړي. په دغه پلاوي کې دملي پراختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش او ددې شرکت یو شمیر کارکوونکو ګډون درلود. ښاغلي عطاش ددې قصرونو د پاتي کارونو د بیا پیل لپاره لازم هدایت ورکړو او زیاته يې کړه چې کارونه باید په دقت، سرعت او ښه کیفیت سره پرمخ لاړ شي. د پغمان بالاباغ ماڼۍ چې ۲۸ودانۍ لري، د امیر عبدالرحمن خان او شاه امان الله خان د واکمنۍ پرمهال استوګنځی او د بهرنیو او کورنیو میلمنو د میلمه پالنې او تفریح ځای لپاره جوړ شوی وو.
د پکتیکا پلتوني بند څخه د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي لیدنه
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۰ د ملي پراختيا شرکت رهبري پلاوي له بندونو او نورو بیلابیلو پروژو څخه دلیدنو په لړکې تیره ورځ پکتیکا ولایت کې د پلتوني اوبو زیرمه کولو بند څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش، داسلامي امارت دپکتیکا ولایت استازو او ورسره مل پلاوي ګډون درلود. د پلتوني بند چې د جیوتکنیکل ۱۱ تحقیقاتی څاګانو د کیندلو چارې یې بشپړې اوس مهال یې د ډیزاین چارې جریان لري. دغه بند چې د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري د پکتیکا مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مترۍ کې د موسمي اوبو زیرمه کولو، کرهنې پراختیا او ځکمو خړو بولو په موخه جوړیږي، ۳۰ متره لوړوالی، ۲۶۰ متره اوږدوالی او ۱۱۲ متره پلنوالی به ولري. یاد بند د ۸.۶ میلیون مترمکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت لري چې له جوړیدو وروسته به شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي .