بغلان کې د یوې غونډې په ترڅ کې د غوري سمنټو فابریکو د فعالیتونو او کارګرو ستاینه
یکشنبه ۳۰وږی۱۳۹۹ سمنټ غوري، هویت بغلان تر سرلیک لاندې د بغلان د مدني ټولنو لخوا جوړې شوې غونډه کې د غوري سمنټو له مشرتابه او کارګرو څخه ستاینه وشوه او له فعالیتونو څخه ېې خوښي وښوده. په دې ستاینغونډه کې چې دغوري سمنټو فابریکو د مشر ښاغلي ریاض الدین شریفي، د بغلان د ولایتي شورا منشي، د بیلابیلو مدني ټولنو استازو، خبریالانو، لوبغاړو، سینماګرانو ترڅنګ، د غوري سمنټو فابریکو یوشمیر کارکوونکو او کارګرو هم ګډون کړی وو، په ترڅ کې ېې د بغلان د ولایتي شورا منشي محمد حنیف کوه ګدای او د مدني ټولنو په استازیتوب نوید شکور زاده او یو شمیر نورو ویناوالو خبرې وکړې او د غوري سمنټو فابریکو د رییس له فعالیتونو او د کارګرو له ځیار ایستنې څخه ېې ستاینه وکړه او د غوري سمنټو فابریکو د فعالیتونو د پراختیا او هلته ېې د ترقي بڼ له جوړیدو څخه خوښي وښوده. ویناوالو هر یو په خپل وار سره د ملي پراختیا شرکت، د غوري سمنټو فابریکو له مشرتابه سره د هر راز همکارۍ او تر څنګ ېې د دریدو د ډاډ سربیره وویل: د هغو زورواکو مخه باید ډب شي چې د غوري سمنټو فابریکو په کارونو کې خنډ جوړه وي او د لا پراختیا مخه ېې نیسي. د دې ناستې په ترڅ کې دغوري سمنټو فابریکو مشر ښاغلي ریاض الدین شریفي د فابریکې له ټول کاري پرسونل او په اړوند برخه کې د بغلان [...]
سید نسیم خلیق د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت څانګې د رییس په توګه معرفي شو
سه شنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۹ د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه په وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په لارښوونه، سید نسیم خلیق د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت د رییس په توګه نن رسماً معرفي شو. ښاغلی خلیق نن سه شنبه د وږي میاشتې په ۲۵ مه نیټه د ملي پراختیا شرکت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر ضیاءالله شفیق لخوا د یوې ناستې په ترڅ کې ددې شرکت ادارې کارمندانو ته وروپیژندل شو. په دې اړه جوړه شوې ناسته کې چې شرکت پورې د اړونده ادارو لوړپوړو مسئولینو او ځینو مامورینو هم ګډون کړی وو، ښاغلي ضیاءالله شفیق نوموړي ته په نوې دنده کې د بریا ترڅنګ، د هغه پخوانۍ کړنې او کارکردګۍ وستایلې او هغه یې یو وړ، با استعداده او دې څانګې ته مناسب کس یاد کړ او وېې ویل چې ټاکل به ېې د ملي پراختیا شرکت د موخو په ترلاسه کولو او غوره پلې کیدا ښه اغیز وکړي. د ملي پراختیا شرکت د نظارت او مراقبت څانګې نوي رییس د خپلې معرفي پرمهال د هغه په ګمارلو کې د شرکت له مشرتابه او لوړ پوړو مسئولینو له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او ژمنه ېې ورکړه چې سپارل شوې دنده به په بشپړې رښتینوالۍ، صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي. د یادونې وړده چې سید نسیم خلیق له دې څخه مخکې په بیلابیلو حکومتي پوستونو او بنسټونو کې [...]
په ننګرهار ولایت کې له پراختیایي او ودانیزو پروژو څخه د ملي پراختیا شرکت د اجراییوي رییس لیدنه
دوشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي سره د لیدنې ترڅنګ، هلته ددې شرکت تر کار لاندې پروژو څخه هم لیدنه وکړه. د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي مشر سره په دې سفر کې، ددې شرکت د بنايي څانګې مشر احمد جاوید اخلاص او د ملکیتونو رییس رفیع الله عزیزي او یو شمیر نورو مسئولینو هم ملتیا کوله، د ننګرهار له والي سره ېې لیدنه وکړه او دې ولایت کې ېې د شرکت لخوا د پلې کیدونکو پروژو په تړاو بحث او خبرې وکړې. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ودانیزو او رغنیزو چارو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ کړنې د قدر وړ یادې کړي او له ښاغلي عطاش څخه ېې غوښتنه وکړه، څو په ژمني موسم کې د جلال اباد د شاهي مانۍ، سپین جومات، شپږ سوه بستریز روغتون او ځينو نورو پیل شوو پروژو د چارو د ګړندیتوب لارښوونه وکړي او همدا راز ېې د یو شمېر نورو پروژو په تړاو هم خبرې وکړې. د هېواد د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش والي ته د پروژ په چارو کې د چټکتیا، کیفیت او روڼتیا د ډاډ ترڅنک وویل: چې د ننګرهار او ننګرهار کانال د لا پراختیا لپاره د ماهیانو په فارمونو، دوه سوه شنو خونو، مالدارۍ او مرغدارۍ په څیر ډير شمیر برخو [...]
کنړ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي مشر سفر
یکشنبه ۲۳ وږې ۱۳۹۹ کنړ ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د اجرائیوي مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش د سفر په ترڅ کې چې نن د وږي میاشتې په ۲۳نیټه ترسره شو د یو شمیر ودانیزو پروژو څخه لیدنه وکړه چې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي. د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي مشر سره په دې سفر کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار او د کنړ د خلکو استازو عبدالروف شپون او قاري ضیاءالرحمن کشمیرخان او یو شمیر نورو مسئولینو هم ملتیا کوله، په ترڅ کې ېې له والي محمد اقبال سعید، د ولایتي شورا له استازو او مسئولینو سره د لیدنې او په دې ولایت کې د پروژو په کاري بهیر له خبرو سربیره، شیګل ولسوالۍ څخه په راتلونکو کې د پروژو د پلې کیدا په موخه، د سالار باغ لوی جومات او ځینو نورو پروژو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه. د کنړ والي دې ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د مشر او نورو مسئولینو له سفره د هرکلي ترڅنګ، هلته او ټول هیواد کې له پلې کیدونکو پروژو او د ملي پراختیا شرکت له کاري بهیر څخه خوښي وښوده او د ملي پراختیا له مشر ښاغلي عطاش څخه ېې وغوښتل چې د چارو د چټکتیا ترڅنګ؛ کنړ کې د کانونو، د لرګیو د فابریکو، صنعتي پارک او نورو پراختیايي چارو په برخو کې همکاري وکړي. ښاغلي عطاش هم د ملي پراختیا شرکت د [...]
نجیب الله ننګیال شینواری د پلازمېنې زون د رییس په توګه وګمارل شو
یکشنبه ۲۳ وږی ۱۳۹ د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال ښاغلی نجیب الله ننګیال شینواری تیره ورځ د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس د پلازمینې زون د خپلواکه ادارې د نوي رییس په توګه وګمارل شو. د ښاغلي شینواري د پيژندنې په ناسته کې، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مشر احمد وافي امین، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال داکټر ضیاالله شفیق، د همغږۍ او تولیداتو د پراختیا مرستیال عبدالمومن منصور او ددې شرکت نورو لوړ پوړو مسئولینو، د چارو او د ملي تدارکاتو د ادارو مرستیالانو استاد نوید او عبدالتواب یوسفزي، د چارو د ادارې لوی سلاکار حبیب الله اصغري او د پلازمینې زون ادارې یو شمیر کارمندانو ګډون کړی وو. د پلازمېنې زون د خپلواکه ادارې نوي رییس ښاغلي نجیب الله ننګیال شینواري له معرفي کیدو وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام له باور څخه مننه وکړه او ددې ادارې د پراختیا او موخو ته د رسیدو لپاره ېې د نه ستړېکیدونکو هڅو ډاډ ورکړ. د یادونې ده ښاغلی شینواری چې د هندوستان له ډهلي او کابل پوهنتون څخه د ماسټرۍ دوه ډیپلومونه لري او په ساختماني برخو کې د انجنیري او مدیریت پراخه تجربه لري، د فاع وزارت د ملکیتونو او ساختمانونو د رییس په توګه له خدمت وروسته ېې، له تیرو څو میاشتو راهیسې د ملي پراختیا شرکت د برنامو د مرستیال په [...]
د شمال د ډبرو سکرو کان کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی سیمینار
پنجشنبه ۲۱ وږی ۱۳۹۹ د شمال د ډبرو سکرو کان رهبرۍ د پلان او پلانګذارۍ تر نامه لاندې د یو ورځني سیمینار په ترڅ کې ددې کان ۳۰تنو مدیرانو او کارکوونکو ته، د کاري او عملیاتي پلانونه عملي او تیوري روزنه ورکړه. دا پروګرام چې نن پنجشنبه د روان کال د وږي میاشتې په ۲۱مه نیټه د ریاض الدین شریفي لخوا وړاندې شو، پکې د یوې ښې پلانګذارۍ مزایاوې او ځانګړتیاوې تر بحث لاندې ونیول شوې. ددې کان کارکوونکي د سیمینار د دایرولو په هکله د شمال د ډبرو سکرو کان د مشر له دې نوښت څخه خوښ دي او دا کار د خپلو کاري وړتیاوو په لوړونه کې خورا اړین بولي.