د ملي پراختیا شرکت لخوا د اورښت اوبو د مدیریت پروژې(ابریزه ها) انجنیرانو او کارمندانو ته د ماین د خطرونه د پوهاوي رسولو ورکشاپ دایر کړ
د ملي پراختیا شرکت پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې انجنیرانو، فورمینانو، اداری اوصحی کارکونکو ته د ماینونو د خطرونو د پوهاوي یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ او ترسره کړ. دا ورکشاپ چې نن سه شنبه د وږي میاشتې په ۱۱مه نیټه د لوی جرګې په تالار کې ترسره شو، پکې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې شاوخوا ۲۸۰تنه کارمندانو، انجنیرانو، سرکاریګرو او ګډونوالو ته د ماینونو، د هغې د ډولونو او د ماینونو له چاودنو د رامنځ ته کېدونکو خطرونو په اړه معلومات ورکړل شول چې هغوی به ېې بیا د کار په سیمه کې له کارګرو سره شریک کړي. د دې ورکشاپ په پرانیسته کې د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ادارې رئیس محمد شفیق یوسفي، د ملي پراختیا شرکت د برنامو مرستیال نجیب الله شینواري او بشري سرچینو رییس عبدالفتاح مخلص او د بنايي شرکت مشر احمد جاوید اخلاص ترڅنګ د ملي پراختیا شرکت او ځینو نورو ادارو یوشمیر مسئولینو هم ګډون کړی وو. د ماینونو د زیانونو او ګواښونو په اړه یاد ورکشاپ له هغې وروسته ورکول کیږي چې په وروستیو کې پلازمینه کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژې کارګر د خندقونو د کیندلو او کار په وخت کې د ماینونو له ګواښ او خطرونو سره مخ شول. د دې ورکشاپ له لارې به هغه ۴۱زره کارګرو ته چې کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژه کې [...]
د حاجي شهید تاریخي جومات بیارغول کیږي
د کندز ولایت په مرکز کې د حاجي شهید تاریخي جومات د بیارغونې کارونه د ملي پراختیا شرکت لخوا پیل شول. دا تاریخي جومات چې د کندز ښار شمال خوا ته، بالاحصار لرغونې تپې او سرې میاشتې ته څيرمه موقعیت لري او ۷۱۰۰متره مربع سیمه ېې احتوا کړې، شاوخوا ۵۰۰کلن قدامت لري. ددې جومات د بیارغونې او ترمیم چارې د کابو ۱۲میلیونه افغانیو په مالي لګښت چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ورکول کیږي، د ملي پراختیا شرکت د کاري ټيم لخوا پرمخ وړل کیږي او تمه ده له یو کال نه په کمه موده کې پای ته ورسیږي. د یادونې وړده چې د جومات په انګړ کې یو تاریخي حوض هم شته چې د ترمیم لپاره ېې د بودیجې له منظوریدو وروسته به پرې کارونه پیل شي.
په سمنګان ولایت کې د رستم تخت د بیارغونې چارې پيل شوي دي
په سمنګان ولایت کې د رستم تخت چې هیواد کې یو له تاریخي اثارو بلل کيږي او د ايبک ښار د سوېل په درې کيلومترۍ کې موقعيت لري او د یوې غونډۍ په سر کې له تراشل شوې تيږې څخه جوړ شوی او دوه دهلیزونه لري، د ملي پراختیا شرکت لخوا بیارغول کیږي. رستم تخت لرغونې سیمه، چې د طبیعي پېښو له امله د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د څه کم ۳۸میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ملي پراختیا شرکت د افغاني ساختماني ریاست لخوا، چې ۹۴۰۰۴۴ متر مربع مساحت ځمکه په ځان کې رانغاړي بیارغول کیږي او تر څنګ ېې، ساحوي دفتر، تشنابونه او نورې اړینې برخې هم ودانیږي. دمګړۍ ددې لرغونې تحت او شاوخوا سیمې په پاک کارۍ او د احاطوي دیوال په جوړولو کارونه روان دي او تمه ده چې په شاوخوا یونیم کال کې ورغول شي. د سمنګان ولايت رستم تخت ډبرينه استوپه چې د لرغون پوهانو په وینا د کوشانيانو له دورې سره تړاو لري او د هغه زمانې له مشهورو او عجيبو معماريو څخه ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې بیارغول کیږي چې د کال په لومړيو ورځو کې د دې ولایت او نورو ولايتونو څخه زرګونه کسان له دې تفريحي او تاریخي ځاىه ليدنه کوي.
نیمروز ولایت کې لرغونې چګېني کلا بیا رغول کیږي
د چګېني لرغونې کلا چې په نیمروز ولایت کې د زرنج- دلارام د لارې شمال لور ته په بتي دښته (قاز دښته) کې موقعیت لري او له زرنج ښار نه ۱۸کیلو متره لرې پرته ده، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز شرکت لخوا بیا رغول کیږي. دا تاریخي کلا چې اصل نوم ېې کوشک دختر شاه ( د پادشاه د لور ماڼۍ) ده او چګېني په بلوڅي لهجه کې نقش او نګارو ته ویل کیږي؛ د معماري او هندسي هنر له پلوه په ساساني سبک په ډیره ښایسته بڼه له خامو خښتو څخه جوړه شوې، کمان شانې ښکلې دروازې، کړکۍ او خونې لري چې د همدې ښایست او ځانګړې ښکلا له امله د خلکو په منځ کې د چګېنې (نقش او نګار) په نوم مشهوره شوې ده. دا ماڼۍ چې د سیستان د قدیمي ودانیو له معماریو څخه ګنل کیږي او له نورو ودانیو سره بشپړ توپیر لري، د تاریخي روایتونو پر بنسټ ېې نسبت ملک قطب الدین سیستاني ته کیږي چې د ګوډ امیر تیمور په لاس په ۱۳۸۳زیږدیز کال کې اسیر او سمر قند ته ولیږل شو. د چګېني کلا چې ۵۰۰کاله پخوانۍ مخینه لري، تاریخي ارزښت ته ېې په کتو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت لخوا بیارغول کیږي، چې رغنیزې چارې ېې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۰مه نیټه پیل شوي او تمه ده څو میاشتې وروسته [...]
د جبل السراج سمنټو فابریکې له کارونو او ترمیماتو څخه لیدنه وشوه
د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا رییس وحیدالله رحمدل د جبل السراج د سمنټو فابریکې له کارونو او اساسي ترمیماتو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د کارونو له جریان څخه ېې خوښي وښوده. ښاغلي رحمدل د فابریکې د تولیدي کچې د سمون، پراختیا او ظرفیت لوړونې او اساسي ترمیماتو په اړوند برخو کې د فابریکې له مسئولینو سره خبرې وکړې، ستونزې وڅیړلې او د حل لپاره ېې د هر راز ډاډ ترڅنګ مسوولینو ته اړینې لارښوونې وکړې او په ټولیز ډول ېې د ترمیماتو کارونه او پرمختګ ښه وارزاوه. د ترمیماتو لپاره قطعات یا د سمنټو د فابریکې پرزې چې باید له چکسلواکیا هیواد نه راوړل شوې وی، په خپل هیواد کې دننه د غوري سمنټو فابریکه کې تولید او جوړې شوي او د غوري سمنټو د فابریکې د تخنیکي ټيم په مرسته، د جبل السراج د سمنټو په فابریکه کې نصب شوي چې ښه پایله ېې ورکړې. د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا د رییس وحیدالله رحمدل په وینا د فابریکې د اساسي ترمیماتو نږدې ۶۵سلنه کارونه بشپړ شوي او تمه ده چې د دوه وو میاشتو په ترڅ کې پاتې کارونه هم بشپړ شي چې ورسره به د جبل السراج د سمنټو فابریکې تولیدات څلور چندو ته لوړ شي، چې د فابریکې په اقتصاد او په کورنیو تولیداتو به ښه اغیز وکړي.
د قلعه فتوح بڼ د تاریخي جومات د بیا رغونې او ترمیم چارې پیل شوې
د قلعه فتوح بڼ تاریخي جومات چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې موقعیت لري، د بیارغونې او ترمیم چارې ېې درې ورځې وړاندې پیل شوې. دا جومات چې ۱۲.۵متره وږوالی، ۱۰متره پلنوالی لري او ټولټال ۱۲۵متره مربع مساحت لري، د سیمې د ځايي مشرانو او د کلي د ملک په وینا شاوخوا ۱۳۰ کاله لرغونتیا لري. له دغه جومات سربیره په ۲۴جریبه ځمکه کې یو شمیر نورې ودانۍ لکه مدرسه، کور او ښوونځی، شاوخو۱۰۰ کاله وړاندې د هیواد د پخواني پادشاه امیر امان الله خان لخوا، د بخارا وروستني پاچا امیر سید عالم خان ته چې افغانستان ته مهاجر شوی وو وړکړل شوې او بښل شوې وې، چې لاهم دا بڼ د بخارا د پاچا بڼ په نوم یادیږي. دا جومات چې د ملي پراختیا شرکت د افغانی ساختماني فرعی شرکت لخوا په شپږو میاشتو کې، د۱،۹۶۵،۲۰۰ افغانیو په مالي لګښت بیارغول کیږي، د هغو ۱۲پروژو له ډلې څخه یو دی چې تړون ېې د روان کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نیټه د ملي پراختیا شرکت او د اطلاعاتو او کلتوروزارت ترمنځ لاسلیک شو.