پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰
په سرپل ولایت کې د کوید ۱۹ پنځوس بستریز روغتون د جوړیدو چارې بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون په ۲۴۴۸متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: د بستر خونې، عملیات خونه، بیړنې څانګه، لابراتوار، درملتون، ایکسرې او نورو اړینوڅانګو په درلودلو سره جوړ شوی دی.
دغه روغتون د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري جوړ شوی، چې مالي لګښت يې د عامې روغتیا وزارت لخوا ور کړل شوی دی.
دا روغتون په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې په دې وروستیو کې دغه شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د کوید ۱۹ ناروغانو لپاره مجهز روغتونونه جوړ کړي دي.