یکشنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست د خرماوو په حاصلاتو کې به د نورو کالنو په پرته سږ کال درې برابره ډیروالی راشي.
د هډې فارم آمر انجنیر سید آغا میاخیل د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس محمد بصیر حقیار ته د هډې فارم څخه د لیدو پرمهال وویل: «سږ کال به د اټکل له مخې د تیر کال په پرتله ددغه بڼ د خرماوو حاصلات درې برابره زیات شی، تېر کال يې حاصلات پنځه ټنه و سږ کال به ۱۵ ټنه ورسیږي.»
د خرماوو دغه بڼ چې د هډې فارم په دویم بلاک کې موقعیت لري په ۴۰ جریبه ځمکه کې يې په زرهاوو بوټي کرل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار وادي کرنیز ریاست په پلان کې لري چې په ۱۸۰ جریبه ځمکه باندي یو بل د خرماوو بڼ هم جوړ کړي.