د غوري سېمټو فابریکو ریاست
د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د سېمټو دوه لویې فابریکې شته، چې هره یوه یې په شپه ورځ کې د ۴۰۰ او ۱۰۰۰ ټنو پورې د سېمټو د تولید وړتیا لري.
د غوري لومړنۍ فابریکه په ۱۳۴۱ لمریز کال کې د ورځې د ۴۰۰ ټنو د تولید وړتیا لرلو سره په تولید پیل وکړ. د غوري دویمه فابرېکې جوړولو تړون د چک سلواکیا هېواد سره لاسلیک شوی وو. په هېواد کې د نامناسب سیاسي وضعیت له امله د دویمې فابرېکې دانولو چارې، په ودانیزه برخه کې(۷۰٪) سلنه او د منتاژ په برخه کې(۳۰ ٪) سلنه پر مخ یووړل شوې. د یاد هېواد کارپوهان په ۱۳۶۷ لمریز کال کې له افغانستان څخه د روسي ځواکونو له وتلو سره سم، بېرته خپل هېواد ته ستانه او په پایله کې د نوموړې فابریکې د جوړولو چارې شاوخوا ۲۰ کاله پر ټپه ودرېدې او په دې سره یې چارې نیمګړې پاتې شوي.
د ۱۳۸۶ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي (جدی) میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې د غوري سمنټو فابریکې او د آهن درې، خرد درې، کرکر او دودکش د ډبرو سکرو کانونه، د قرارداد له مخې افغان انویسټمنټ شرکت ته په واک کې ورکړل شوي وو. په قرارداد کې یاد شرکت ته؛ لومړې فابریکه جوړه او د دویمې فابریکې د ودانۍ او مونتاژ پاتې برخې چې په(۶۰مه) لسېزه کې پر مخ وړل شوې وې، د قراردادي شرکت په غاړه اچول شوې وې. یاد شرکت د دویمې فابریکې پاتې ودانیزي چارې د اوکراین، هند، ترکیې او چک هېواد د بهرنیو شرکتونو له خوا د څلورو کلونو په موده کې بشپړې او فابریکه یې ګټې اخیستنې وړ وګرځوله. د دې ترڅنګ د قرارداد له ګټو سره سم د یوې درېیمې فابریکې د جوړولو پلان هم په پام کې نیول شوی و؛ خو د افغان انویسټمنټ قراردادي شرکت د ځینو ستونزو له امله ونه شو کولی چې نوې فابرېکه جوړه کړي.
د هغه وخت د کابینې د ۱۳۹۵/۱۰/۱۵ نیټې د (۲۱) ګڼې پریکړه لیک له مخې، د غوري د سېمټو فابریکې او د څلورګونو کانونو حقوقي شخصیت حکومت ته وسپارل شو او په ۱۳۹۷/۱۰/۱۱ نېټه د کانونو او پټرولیم محترم وزارت رهبري هیئت ته تسلیم شو. بیا وروسته د هغه وخت جمهوري ریاست د ۱۳۹۸/ ۱۱/ ۱۵ نېټې د (۲۸) ګڼې فرمان له مخې خپل قانوني شخصیت بدل او د ملي پراختیا شرکت سره یوځای شوې.