شنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت د خپلو چټکو ودانیزو چوپړتیاوو په دوام، د کور جوړونې ریاست پرمټ د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې لس ټولګي درلودونکې ښوونځی جوړ او پرانیستو ته چمتو کړ.
دا ښوونځی چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ ېې کارونه بشپړ شوي او ودانۍ ېې په څه کم۱۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په دوه پوړیز شکل ودانه شوې، کارونه ېې بشپړ شوي دي.