دوشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۰
د لغمان مرکز مهترلام کې به ډیر ژر دا دوه پوړیزه جامع جومات دلمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شي.
دغه جامع جومات چې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت پر ۱۶۰۰ مربع متر مساحت کې جوړیږي په یوخت کې به د۲۰۰۰ لمونځ کوونکو دځاییدو ظرفیت ولري.
ددې جامع جومات ودانیز کارونه دملي پراختیا شرکت دبنائي ودانیز ریاست لخوا په پاخه او اساسي ډول جوړیږي .
د یادونې وړده چې په لغمان ولایت کې د یادې پروژې سربیره پر یو ټولنیز سالون او د ولسوالیو په مرکزونو کې پر جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي.