دوشنبه۱۶ وری ۱۴۰۰
د نورو ولایتونو په څیر په لغمان کې هم ملي پراختيا شرکت د جمهوري رياست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ یو دوه پوړ لوی جومات، چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت لري، ودانیز کارونه يي په بشپړېدو دي.
یاد جومات د لغمان په مرکز کې په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت د بنائي ساختماني ریاست لخوا ودانېږي.
همدا راز په لغمان کې د یادې پروژې سربېره په یو ټولنیز سالون او د ولسوالیو په مرکزونو کې په جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي.