شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د څو لویو ټولګټو ودانیزو او رغنیزو پروژو سربیره، ددې ولایت په ولسوالیو کې هم د جوماتونو جوړولو کارونه روان دي چې له ډلې ېې یو په چپرهار ولسوالۍ کې جوړیږي.
د یاد جومات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي.
دا جومات د هغو ۳۷۷بابه جوماتونو له ډلې څخه یو دی چې د ولسمشر په لارښوونه د ۳۴ ولایتونو په ولسوالیو کې جوړیږي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار په ۱۵ولسوالیو کې دا شان یو یو محراب جومات وانیږي چې د ځينو ودانیز کارونه به ېې په ډير کم وخت کې بشپړ شي.