چهارشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د کابل ولایت قصبې سیمه کې د سنايي غزنوي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او اړونده مسؤلینوته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي عطاش د ښارګوټي د کار له کیفیت او پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او له اړونده مسؤلینویې غوښتنه وکړه؛ ترڅو د یادې پروژې په تطبیق کې ټاکل شوي معیارونه همداسې په نظرکې ونیسي.
د سنایي غزنوي ښارګوټی په دوه فازونوکې چې ۴۱ بلاکونو لري د ټولو معیاري اوعصري امکاناتو په درلودلو سره د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې ودانیز ریاست له لوري د جوړیدو په حال کې ده، چې څه د پاسه ۷۰۰ تنه مسلکي او غیر مسلکي کاریګروته یې دکار زمینه برابره کړې ده.
د اول فاز ۷۰۰ د هستوګنې کورونه د ولسمشر دهدایت په اساس د ملي دفاع وزارت کارکوونکو ته ورکړل شوي دي چې رغنیزې چارې به يې تر راتلونکو څو میاشتو بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.