دوشنبه ۱۳غویي ۱۴۰۰
د ډبرو سکرو ریاست او د سمنګان ولایت د مشرتابه د پرله پسې او ګډو هڅو په پایله کې، د آبخورک – ایبک ترانسپورتي لاره د سکرو بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې او اوسمهال د ۱۰۰ موټرو پواسطه د سکرو د لیږد بهیر جریان لري.
د دغه معدن د کیندنې بهیر په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کانونو د دوه برخې کیندنې په ذریعه په یاده سیمه کې پیل شوی دی. د پلخمري د دبرو سکرو ریاست د تخنیکي مرستیال، انجینر عباس عرفان د خبرو په اساس”په دغه موده کې د ټولنیزو ستونزو د شتون له کبله په خرم و سارباغ ولسوالۍ کې د آبخورک – ایبک ترانسپورتي لاره بنده شوې وه، او له اتيا زره متريک ټنه ډیر د دبرو سکاره د آبخورک کان په ګودامونو کې ذخیره شوي وو، په خوښي سره چې وروسته له نهو کلونو بیرته پرانستل شو.
د یادونې وړ ده چې د آبخورک معدني سیمه د سمنګان ولایت په رویي دو آب ولسوالۍ کې موقعیت لري او د دغه سکارو د لیږد د بهیر له پیل سره د دې سیمې یو شمیرخلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.