سه شنبه ۸تله ۱۳۹۹
د ملي پراختیا شرکت په هڅو پلازمینه کابل کې د لاله ښارګوټي یا د استوګنې مجتمع په ټپه دریدلې ودانیزې چارې له سره پيل شوې او ډير ژر به ېې پاتې ودانیز کارونه بشپړ شي.
د استوګنې دا مجتمع چې ۱۴ پوړيزه لس بلاکونه او ۵۶۰ اپارتمانونه لري او دولتي کارکوونکو ته د ۲۰ کلونو په موده کې د کلني قسطونو په ورکړې وېشل کېږي، ودانیز کارونه ېې شاوخوا اته کاله په ټپه درېدلي وو چې دمګړۍ ېې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ په هڅو ېې کارونه له سره پيل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت لخوا د هیواد په کچه په لسهاوو لویو ملي ودانیزو پروژو، د سلهاوو مسلکي او غیرې مسلکي تجربه لرونکو کارګرو پرمټ ودانیزې چارې روانې دي.