دوشنبه ۸ مرغومې ۱۳۹۹
نن د روان کال د مرغومې میاشتې په ۸ نیټه، د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د یوه درې پوړیزه میلمستون د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د بنسټ ډبرې د کیښودو مراسمو کې د دې ولایت مرستیال والي محمد عمر مرجان، د ولایتي شورا مشر او غړو، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې او ملي پراختیا شرکت ځايي مسئولینو، د حج او اقافو، ښارجوړونې او کرنې رییسانو، قومي مخورو او مشرانو، ځوانانو او مدنې ټولنې غړو برخه اخیستې وه.
دا میلمستون چې په ۸۴۰ مربع متره مساحت ځمکه کې د ولایت مقام پخوانۍ ودانۍ ته څيرمه جوږیړي، ۱۲د خوب خونې، یو خوړنتون، مجهز پخلنځای او د اړتیاوړ نورې برخې او ملحقات به ولري.
ددې میلمستون د جوړیدو مالي لګښت چې نږدې ۳۹میلیونه افغانۍ کیږي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږي، ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیزه تصدۍ پرمخ وړي او تمه ده چارې ېې د یو کال په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.