د ولایت مقام پخواني ودانۍ تر څېرمه د مېلمستون ودانیز کارونه په ۸۴۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۲ خوب خونو، یو طعام خونه پخلنځای او نورو ضروري برخو په درلودو سره روانې دي.
د یاد مېلمستون مالي لکښت د ملي پراختیا عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او ودانیز کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي.