د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش په ملي پراختیا شرکت کې د سېسټم جوړولو د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې وویل: هڅه مو داده، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یوه مډرنه او په عصري سېسټومونو برابره اداره ولرو، تر څو دې کړېدلي او مظلوم ملت ته ښه خدمات وړاندې کړای شو.

نوموړي زیاته کړه، په یوه اداره کې د سېسټم شتون د کارکوونکو ترمنځ د مسؤلیت پېژندنې احساس پیداکوي.

د یادولو وړ دی، چې په دې ورکشاف کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د تولید او سوداګرۍ چارو د همغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي، د ریاستونو رئیسانو او مرستیالانو هم ګډون کړی وو، چې د انجنیز فواد قاسمي له لوري د نوي سېسټم په اړه هر اړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول.