یکشنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
د خوست مندوزیو ولسوالۍ جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندې روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جومات په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه باندي د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۶۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري.
د یادونې وړده چې د خوست ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي.