سه شنبه ۳ وری ۱۴۰۰
په ننګرهار کې صنعتي او فرهنګي اونۍ د بزګر جشن په لمانځلو او د وطني توليداتو نندارتون په پرانیستلو سره پيل شوه چې په کې د ننګرهار والي، ننګرهار کانال شركت رهبرۍ او نورو مسوولينو، د ولايت مرستيالانو، د ادارو مسئولينو، ولایتي شورا غړو، بزګرانو او سلګونو نورو بېلابېلو قشرونو ګډون کړی و چې د ويناو سربېره په کې د بزګر اړوند ترانې، تياتر، اتڼ نندارې او نورې مېلې تر سره شوې.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د نوي کال او بزګر ورځې له امله ټولوهېوادوالو او بزګرانو ته مبارکي ورکړه، هيله يې وښوده چې سږنی کال د سولې، امن او ابادۍ په پيلامې بزګر لپاره د ځانګړو پرمختګونو او لاسته راوړنو ډک کال اوسې.
نوموړي زياته کړه، چې د نوي کال په مناسبت يې صنعتي او فرهنګي اونۍ پيل کړې، چې په ۱۲۰ غرفو کې بېلابېل وطني توليدات، خواړه، تاريخي اثار او نور توکي نندارې ته ايښودلي شوي .
د ننګرهار کانال شرکت سرپرست ريس ذبيح الله فضلي د نندارتون څخه د لېدنې پر مهال وويل، چې بزګر د ټولنې هغه قشر دی چې د خپلو لاسونو په تڼاکو کولو، خولو تويولو او ستړياو ګاللو سره د ټولنې د نورو قشرونو دسترخوان ډک ساتي، له همدې امله يې ډاډ ورکړ چې ۱۴۰۰م کال به د ننګرهار کانال شركت د پرمختګ او غوړېدا کال وي.
د ننګرهار والي او د نندارتون برخه والو د کانال شرکت له لوري نندارې ته اېښودل شوي تولېدات خوښ کړل او ستاينه يې وکړه.