چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخنیکي مرستیال له یوشمیر پروژو څخه دلیدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی.
په دغه سفر کې د ملي پراختیا عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش چې عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخنیکي مرستیال وحید رحمدل او یوشمیر نور رییسان یې ملتیا کوي ننګرهار ولایت ته رسیدلی دی.
دغه پلاوي له یوشمیر زراعتي پروژو، ختیځ ۶۰۰ بستریز روغتیایی کمپلکس او د ننګرهار وادي کرنیز ریاست له ځینوبرخو څخه د ليدنې ترڅنګ اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د زراعتي او و دانیزو پروژو کیفیت ته لازمه پاملرنه وکړي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې څه موده وړاندې یاد شوي پلاوي د هیواد شمال ته له یوشیمر ترکار لاندې پروژو څخه د لیدنې په موخه هم سفر کړی وو.