پنجشنبه۱۲ وری ۱۴۰۰
دا جمنازیم چې په یو وخت کې به له زرو تنو څخه نیولې تر ۱۵۰۰ کسانو د ځاییدو وړتیا ولري، د ننګرهار د خالص بابا فامیلیو په سیمه کې جوړ شوی.
ددې جمنازیم ودانیز او تخنیکي کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې ریاست، پرمټ پرمخ وړل شوي او تمه ده چې د پاتې چارو له بشپړیدو سره ډير ژر د دې ولایت د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکړل شوی او سربیره په دې، په ننګرهار ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژ هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.