دوشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۹
د هیواد ابادۍ تر عنوان لاندې، د وطني تولیداتو دوه ورځنی نندارتون د کرنې او مالدارۍ د وزیر انورالحق احدي، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) رییس عبدالقهار حیدري، ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو له لورې پرانیستل شو.
په یاد دوه ورځني نندارتون کې په ۱۷۳غرفو کې چې ډير شمیر ېې د وادي کرنیز شرکت اړوند وې، د ننګرهار کرنیز نباتات او سابه، لبنیات، وچې مېوې، شات، ترکاڼۍ برخې تولیدات، زراعتي وسایل، درمل او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته وړاندې شول.
د کرنې وزیر، والي او ولایتي شورا غړو د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له غرفو څخه د لېدنې پرمهال ددې شرکت له کارونو او نندارتون کې له ایښودل شوو نباتي، حېواني او ترکاڼۍ اجناسو ستاینه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي له نندارتونه د لیدنې پر وخت وویل چې ننګرهار زراعتي او اقتصادي ولایت دی او هڅه کوي چې د هېواد په کچه یې د صنعتي ولایت په توګه هم بدل کړي.
د یادونې وړ ده د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ټينګو او نه ستړیکیدونکو هڅو سره غواړي چې له خپلو شته ځمکو څخه د کرنې، بڼدارۍ، څارویو او کبانو د فارمونو د ودې او پراختیا لپاره ښه استفاده وکړي، څو هیواد په اړند برخو کې د پردیو له احتیاجه خلاص کړي.