چهارشنبه ۱۸ وری ۱۴۰۰
د ننګرهار کرنیز وداي ریاست ته نوی رییس ښاغلی محمد بصیرحقیار د یوې پراخې غونډې پرمهال د دغه ریاست کارکونکو او د ننګرهار ولايت مقام ته وپېژندل شو او رسماً يې دنده پيل کړه.
د پېژندلو په دې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت تجاري مرستیال عبدالمومن منصور، د بشري سرچینو آمر محب الرحمن رحیمي، د کانال مرستیال ذبیح الله فضلي، د ADB مسوولینو او ګڼ شمېر نورو چارواکو او مسوولینو ګډون کړی وه.
د ملي پراختیا شرکت تجاري مرستیال عبدالمومن منصور په یاده غوڼډه کې وویل: ملي پراختیا شرکت رهبري د خپلو تولیداتو زیاتوالي، پراختیا، عوایدو لوړوالي، د بې روزګارۍ د کچې ټيټوالي او د ننګرهار کرنیز ریاست له ځمکو او امکاناتو څخه سالمې ګټې اخستنې ته پوره او جدي پاملرنه لري.