سه شنبه ۶ لړم ۱۳۹۹
دا روزنتون چې د نورستان ولایت د مرکز پارون په پرونس سیمه کې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا جوړیږي په ودانیزو چارو کې ېې پنځوس سلنه پرمختګ شوی او پاتې کارونه به ېې څه موده وروسته بشپړ شي.
د یتیمانو ددې روزنتون ودانۍ له وړاندې جوړو قطعاتو څخه په استفادې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، په بیلابیلو برخو ېې کارونه روان دي چې یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی او کلینیک په کې شامل دي او له پرانیستو سره به ېې کابو ۱۵۵ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې، لیلیې، وړکتون، خوړنتون او هر ډول اړوند لازمي اسانتیاوي موجودې وي.
د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت لخوا دمګړۍ له نورستان سربیره، په لوګر، تخار، جوزجان او دایکندي ولایتونو کې د هغوی ماشومانو د روزنې، زده کړو او پالنې لپاره د ښو شرایطو د برابرولو په موخه چې په جګړو او د هېواد په روانو ناخوالو کې ېې د کورنیو مشران له لاسه ورکړي او یا هم د خپلو ماشومانو د زده کړو اقتصادي توان نه لري د روزنتونو په جوړولو چارې روانې دي.