یکشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د نورستان ولایت مرکز پارون کې د ورزشي جمنازیوم او ټولنیز صالون د جوړیدو چارې پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به دواړه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ددغو دواړو پروژو (ورزشي جمنازیم او ټولنیز صالون) د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت اړوندد بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي.
جمنازیم په ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چی په يو وخت کې به د شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري او دغه راز ټولنیز صالون چې په نږدې ۷۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه د ځاییدو وړتیا ولري.
دیادونې وړ ده چې دیادو پرژو ترڅنګ په نورستان ولایت کې څو نورې پروژې هم دملي پراختیا شرکت له لوري تر کار لاندې دي چې یو شمیر به یې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.