چهارشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۰
د میدان وردګو لایت مرکز میدانښار کې د یو لوی جامع جومات ودانیزې چارې د بشپړیدو په حال کې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه جامع جومات په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول له ټلواړینوو ملحقاتو سره جوړشوی چې په یو وخت کې د ۲ زره تنه لمونځ کوونکو دځاییدو ظرفیت لري.
د یاد جامع جومات د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې په مالي لګښت ترسره شوې دي.
د یادونې وړده چې ملي پراختیا شرکت له تیر یوکال راهیسې سلګونه جوماتونه په بیلابیلو ولایتونو او لسوالیوکې جوړکړي دي.