د چګېني لرغونې کلا چې په نیمروز ولایت کې د زرنج- دلارام د لارې شمال لور ته په بتي دښته (قاز دښته) کې موقعیت لري او له زرنج ښار نه ۱۸کیلو متره لرې پرته ده، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز شرکت لخوا بیا رغول کیږي.
دا تاریخي کلا چې اصل نوم ېې کوشک دختر شاه ( د پادشاه د لور ماڼۍ) ده او چګېني په بلوڅي لهجه کې نقش او نګارو ته ویل کیږي؛ د معماري او هندسي هنر له پلوه په ساساني سبک په ډیره ښایسته بڼه له خامو خښتو څخه جوړه شوې، کمان شانې ښکلې دروازې، کړکۍ او خونې لري چې د همدې ښایست او ځانګړې ښکلا له امله د خلکو په منځ کې د چګېنې (نقش او نګار) په نوم مشهوره شوې ده.
دا ماڼۍ چې د سیستان د قدیمي ودانیو له معماریو څخه ګنل کیږي او له نورو ودانیو سره بشپړ توپیر لري، د تاریخي روایتونو پر بنسټ ېې نسبت ملک قطب الدین سیستاني ته کیږي چې د ګوډ امیر تیمور په لاس په ۱۳۸۳زیږدیز کال کې اسیر او سمر قند ته ولیږل شو.
د چګېني کلا چې ۵۰۰کاله پخوانۍ مخینه لري، تاریخي ارزښت ته ېې په کتو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت لخوا بیارغول کیږي، چې رغنیزې چارې ېې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۰مه نیټه پیل شوي او تمه ده څو میاشتې وروسته بیرته خپله له لاسه تللې ښکلا ترلاسه کړي.