جمعه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۰
د ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي مشر عبدالرحمن عطاش، د جمهوري ریاست عملیاتي اداري تخنیکي مرستیال وحید رحمدل، د بنايي ودانیز ریاست رییس سید نیسم خلیق او د شرکت بیلابیلو برخو یو شمیر رییسانو هرات ولایت ته سفرکړي.
په دې سفر کې ښاغلي عطاش او ورسره پلاوي د هرات له والي سید وحید قتالي سره ولیدل او د پروژو پراهمیت او ښه تطبیق په اړه يې خبرې اترې وکړي.
دغه پلاوي په ورته وخت کې دهرات له جامع جومات څخه چې د هیواد له لرغونو سیمو څخه شمیرل کیږي د لیدنې ترڅنګ ددې ولایت له ګدامونو او نورو نیمه کاره پروژو څخه لیدنه وکړه او د پروژو د ښه تطبیق او ژر بشپړیدو غوښتنه يې وکړه.
د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ پلاوی په داسې حال کې هرات ولایت ته سفرکوي چې تیره اوونۍ دغه پلاوي بلخ او ننګرهار ولایتونو ته هم سفرونه درلودل او د پروژو د کار او تطبیق څخه يې لیدنه کړې وه.