یکشنبه ۱۱ لړم ۱۳۹۹
په هیواد کې د سندونو د ساتنې په چارو کې د رڼښت او اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت په شپږو ولایتونو کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت، د ځمکو او قوالو ریاست ته شپږ نوې او معیاري ودانۍ جوړوي چې یو له هغوی څخه د هرات ولایت کې ده.
د ځمکو او قوالو دا ودانۍ د مراجعینو، کارمندانو او همدا شان د ځمکو اړوند اسنادونو د راټولولو، ساتنې او قانوني مرحلو د ترسره کولو لپاره په اړینو آسانتیاوو سمبالیږي چې د کارونو د چټکتیا په موخه د اړونده ادارتو لپاره پکې دفترونه هم په پام کې نیول شوي اومراجعین کولی شي ټول اداري کارونه دلته ته تر سره کړي.
دا مهال د دې ودانۍ ودانیز کارونه چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پر مخ وړل کیږي بشپړ شوي او تمه کیږي چې ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.