سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د لوبو د یو سمبال جمنازیم پرانیستلو سره به، ددې ولایت ځوانان وشي کولی د ورزشي پروګرامونو او لوبو په لار اچولو کې ورڅخه ګټه واخلي.
ددې جمنازیم عملي کارونه په ۱۹۵۰مربع متره مساحت ځمکه کې، چې په یو وخت کې به د ۱۵۰۰تنو سیلانیانو د ځاییدو وړتیا لري، د تیر کال په غويي میاشت کې پیل شوي او د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه تصدۍ ېې د پلې کیدو مسئولیت لري.
تمه ده د دهلیز د زینت، د سپتیک څاه جوړولو، رنګمالي، بریښنا، د صالون فرش او مرمر کاریو د کارونو له بشپړیدو وروسته، دا جمنازیم د لوبو ترسره کولو ته چمتو او پرانیستل شي.