هلمند ودانیز ریاست
د هلمند ودانیزه دستګاه د امریکايي شرکت موریسن نوډسن(Morison Knodson) د تجهیزاتو او تجربه لرونکو کارکوونکو په مرسته په ۱۳۴۵ کال کې، چې ۱۹۶۶ میلادي کال سره سمون خوري په داسې حال کې چې د کجکي او هلمند د اوبو لګولو پروژې یې هم تر یوې اندازې بشپړې کړې وې، د یو خپلواک بودیجوي واحد په توګه، د هغه مهال حکومت په اډانه کې رامنځته شو.
په همدې کال کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره په یوه دولتي انتفاعي تصدۍ بدله شوه. هلمند ودانیزې تصدۍ وکولای شو، چې د کار په لومړیو پړاوونو کې د پروژو د تمویل لپاره د آسیا پراختیايي بانک او نړیوال بانک څخه مالي سرچینې ترلاسه کړي. د دې دستګاه په ارزښمندو کارونو کې، د خان آباد د اوبو لګولو پروژه، د آمو سیند استنادي دیوالونه، د نیمروز د لښکري کانال، د سلما بند، د ننګرهار ولایت د کامې بند او نورې پروژې شاملې دي.
د دې دستګاه حقوقي شخصیت، د وخت جمهوري ریاست د ۱۳۹۸ لمریز کال سلواغې میاشتې ۱۵مې نېټي (۲۸مې) ګڼې فرمان پر بنسټ بدلون وکړ او د ملي پراختیا شرکت په هډانه کې یوځای شو. اوس مهال د هایدرولیکي ودانیو، بندونو، ویالو (کانالونو)، د باراني اوبو د ذېرمو جوړولو او د روانو اوبو مدیریت او مخنیوي په برخه کې، کړنې ترسره کوي.