سه شنبه ۳۰ مرغومې ۱۳۹۹
تیره ورځ د هلمند ولایت یو شمیرو ځایی چارواکو دې ولایت کې د پنځه تاریخي پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په بیارغونه کې ېې د ملي پراختیا شرکت کارونه ښه و ارزول او خوښي ېې ورڅخه څرګنده کړه.
د پروژو له کاري بهیره د لیدونکو په ډله کې مرستیال والي او د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس هم شامل وو، چې د دې پروژ د ترمیم او بیارغونې چارو د ښه والي لپاره ېې خپل نظریات وړاندې کړل.
دغه پروژو کې د ابن حبان بستي او شهیدانو د زیارتونو، د بُست څاه ته د تللې لارې او ګنبدې بیارغونه، د یخچال تنور او د بُست طاق ترمیماتي چارې شاملې دي، چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز شرکت له خوا پرمخ وړل کیږي.