شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹
پروان ولایت کې د امام ابو حنیفه (رح) په پلارني کلي خواجه سیاران کې د امام ابو حنیفه د مهد علمي کمپلکس، ودانیزې چارې د یو باب لوی جومات د بنسټ ډبرې په کیښودو سره پیل شو چې ټولټال ۵۶ میلیون افغانۍ پرې لګښت راځي.
دا جومات چې د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ په دوه پوړیز ډول په ۹۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې جوړیږي او په یو وخت کې به د ۱۵۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا ولري، ودانیزې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي.
د امام ابو حنیفه (رح) د مهد علمي کمپلکس چې ۱۲جریبه ځمکه کې جوړیږي او پکې به مدرسه، لیلیه، کتابتون او نورې اړوند او اړینې څانګې هم شتون ولري، دمګړۍ هلته یواځې په جومات، اودس ځای او احاطوي دیوال کارونه پيل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې جومات له جوړولو سربیره پروان ولایت مرکز کې په یو بل لوی جومات، د محصلینو لپاره په لیلیې، ټولنیز صالون او د لوبو د جمنازیم په څير په څو نورو پروژو د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي چې د ځينو کارونه ېې بشپړیدو ته نږدې دي.