دوشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۰
پلخمري کې د اجمیر بریښنا بند کانال چې څه د پاسه ۲۶ کلیو متره اوږدوالی لري،ددوه بندونو(لومړی اودویم بند) درلودونکی ده.
دغه کانال له اوږدې مودې راهیسې د اوبو د مدیریت په برخه کې له تخنیکي ستونزو سره لاس او ګریوان وه، چې اوسمهال د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز ریاست لخوا ددې کانال ځینې برخې بیا رغول شوي، چې د دیوالونو ترمیم، دپرچاوۍ دروازې او د اوبولګولو سیستم معیاري کول په کې شامل دي.
ددې کانال مالي لګښت د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له لوري ورکړل شوی.
داجمیربریښنا بند کانال فعال شوي توربینونه د۱۶ میګا واټه بریښنا د تولید وړتیا لري او په ګټې اخیستنې سره به یي زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو چارې بیا پیل شي.